ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر زده کوونکو د جنسي تېري ادعا غبرګون کې د لوګر مدني ټولنې دفتر دروازه وتړل شوه

پر زده کوونکو د جنسي تېري ادعا غبرګون کې د لوګر مدني ټولنې دفتر دروازه وتړل شوه

author avatar
16 Nov 2019 - 15:28
پر زده کوونکو د جنسي تېري ادعا غبرګون کې د لوګر مدني ټولنې دفتر دروازه وتړل شوه
author avatar
16 Nov 2019 - 15:28

پل علم  (پژواک، ٢٥ لړم ٩٨): د لوګر ځینو اوسېدونکو د ښوونځيو زده کوونکو د جنسي ځورونو په برخه د دغه ولايت د مدني ټولنو د مشر د څرګندونو په غبرګون کې د مدني ټولنو د دفتر دروازه وتړله.

دوه ورځې مخکې ګارډين ورځپاڼې او طلوع نيوز ټلوېزيون د لوګر ولايت د مدنې ټولنو د رييس له قوله داسې راپورونه خپاره کړل چې ګواکې په دغه ولايت د شپږو ښوونځيو پر ٥٥٠ زده کوونکو باندې د ښوونکو، سرښوونکو او نورو مسوولينو له لوري جنسي تېري شوي دي.

د همدغه راپورونو او څرګندونو په غبرګون کې نن د لوګر يو شمېر قومي مشرانو، د والدينو شوراګانو غړو او ځوانانو اعتراضيه غونډه جوړه کړې وه.

په دې غونډه کې قومي مشر سيد فرهاد اکبري وويل چې په ياده برخه کې د دغه ولايت د مدني ټولنو مشر موسى محمودي غير مسوولانه او له حقيقته لرې څرګندونې کړې دي.

هغه وايي: ((موسى بايد دغه څرګندونې ثابتې کړې، که چېرې دغه کار ونه کړي، بايد حکومت يې ونيسي او سخته سزا ورته ورکړي.))

دغه راز بل اعتراض کوونکي سيد داوود هاشمي وويل چې د مدني ټولنو د رييس بېځايه او له حقيقته لرې څرګندونې د لوګر ټولو اوسېدونکو ته سپکاوى دى.

ده زياته کړه: ((که دغه خبرې رښتيا وي، نو خپله موسى ولې نشته دى او په دې اړه خلکو ته ځواب ولې نه وايي.))

يو شمېر نورو معترضينو هم ورته څرګندونې وکړې او د اعتراض په توګه يې د دغه ولايت د مدني ټولنو د دفتر دروازه وتړله.

په دې اړه د لوګر والي محمد انور اسحاقزي پژواک ته وويل چې موسى محمودي بايد د خپلو وروستيو څرګندونو سپيناوى وکړي.

هغه وايي: ((که چېرې په دې اړه اسناد وړاندي نه کړي، نو سخته سزا به وويني.))

خو بل لور ته موسى محمودي بيا پژواک ته وويل چې ګارډين او طلوع نيوز د ده خبرې ناسمې خپرې کړې دي.

محمودي د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې په ښوونځيو د زده کوونکو د جنسي ځورونو په اړه دوى ته شکايتونه شوي او دوى يې په اړه پلټنې کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.