د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په دوربابا ولسوالۍ کې د وسله والو د تګ راتګ مخنيوي لپاره نوې پوستې جوړېږی

په دوربابا ولسوالۍ کې د وسله والو د تګ راتګ مخنيوي لپاره نوې پوستې جوړېږی

Nov 16, 2019 - 17:36

جلال اباد (پژواک ۲۵ لړم ۹۸): د ننګرهار د دوربابا ولسوالۍ يو شمېر قومي مشران وايي، د دغې ولسوالۍ يو شمېر غرنيو سيمو کې د امنيتي پوستو د نشتوالي له امله وسله وال تګ راتګ کوي چې اندېښنې يې پیدا کړې دي.

دوی له ولايتي ادارې او په ځانګړې توګه له امنيتي ادارو غوښتنه کوي چې يادو سيمو کې پوستې جوړې کړي چې د وسله والو د تګ راتګ مخه ونيول شي.

بلخوا ولايتي چارواکي وايي، ځايي خلکو ورسره ياده ستونزه شريکه کړې او د حل لپاره يې پوستې جوړيږي.

د ځايي اوسېدونکو په وينا، د دوربابا ولسوالۍ اړوند د څاګۍ، اوبو ناو او توده چينه هغه سيمې دي چې امنيتي پوستې په کې نشته او وسله وال په کې په اسانۍ  سره تګ راتګ کولای شي.

يو ځايي قومي مشر حاجي کفتر خان وايي، په دغو سيمو د وسله والو د تګ راتګ له امله خلکو سره د امنيت د خرابوالي اندېښنې راپيدا شوې دي.

د ده په خبره، که حکومت دغلته نوې پوستې جوړې نه کړي، نو د دوربابا پوره امنه ولسوالۍ چې ولس په خپله امن ساتلې، ناامنه شي او د خلکو ژوند به له ستونزو سره مخامخ شي.

يو بل قومي مشر ملک سلامت خېل هم ورته اندېښنه لري او وايي، دوربابا ولسوالۍ له تېرو پنځلسو کلونو راهېسې د ولس په همکارۍ امن ساتل شوې ده، خو د څاګۍ، اوبو ناو او تودې چينې په سيمو کې د وسله والو تګ راتګ دا ولسوالۍ نا امن کولای شي.

هغه زياته کړه: ((يواځې همدا درې سيمې دي، موږ معلومات لرو چې وخت ناوخته په کې وسله وال تګ راتګ کوي، نو که درې پوستې جوړې شوې، ولسوالۍ به همداسې امن پاتې شي.))

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، ځايي خلکو ورسره ياده ستونزه شريکه کړې او نږدې وختونو کې به دغلته نوې پوستې جوړې شي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل، د دوربابا ولسوالۍ څاګۍ، اوبو ناو او تودې چینې سیمو کې امنیتي پوستې جوړوي ترڅو د یادو سیمو لارې د وسله والو پرمخ وتړل شي او پر دوربابا ولسوالۍ سربېره نورې ولسوالۍ هم په بشپړ ډول امن شي.

هغه له خلکو په یاده ولسوالۍ کې د نشه یې توکو او نورو قاچاقو په مخنیوي کې د ولسوالۍ مسوولینو سره د همکارۍ غوښتنه وکړه او ډاډ يې ورکړ، که ولس همداسې همکار وي، نو ‌ډېر ژر به دغې ولسوالۍ کې رغنيز کارونه هم پيل شي.

دوربابا د ننګرهار د غرونو په منځ کې یوه ایساره سرحدي ولسوالي ده چې د ډيورنډ کرښې او تېرا سيمې سره اوږده پوله لري او له جلال اباد ښاره په ۹۰ کيلومټره کې پرته ده.

د دغې ولسوالۍ خلک تر ډېره په قچرو د توکو او اموالو لېږد رالېږد کوي او ولسوالۍ يې له تېرو پنځلس کلونو راهيسې خپله امن ساتلې ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement