د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کابل ښار کې د اوړو بیه راټیټه او د غوړو بیه لوړه شوې

په کابل ښار کې د اوړو بیه راټیټه او د غوړو بیه لوړه شوې

Nov 16, 2019 - 18:01

کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۹۸): په کابل ښار کې نن تېرې شنبې ته په کتو د اوړو بیه راټیټه او د غوړو بیه لوړه شوې ده؛ خو د نورو لومړۍ درجه توکو بیې له بدلون پرته په خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د منډیي یوه عمده پلورونکي محمد صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل، نن تېرې شنبې ته په کتو د ۴۹ کیلو ګرامه عمده قزاقي اوړه بیه له ۱۶۵۰ نه ۱۶۰۰ افغانۍ ته راتیټه شوې، ځکه بیه يې په قزاقستان کې هم راټیټه شوې ده.

خو ده زیاته کړه چې نن د تېرې شنبې په پرتله د ۱۶ لېتر خوشید غوړو بیه  له۱۱۵۰ نه ۱۲۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د نوموړي په خبره، په نړیوالو بازارونو کې د غوړو د بیې له لوړوالي سره، په کابل کې هم د هغو بیه لوړه شوې ده.

خو د نورو لومړۍ درجه توکو بیې له بدلون پرته په خپل حال پاتې دي

د محمد صمیم په وینا، نن لکه تېره شنبې ۴۹ کیلو ګرامه عمده پاکستانۍ بوره په ۱۹۲۰ افغانۍ، ۲۴ کیلو ګرامه اول سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۲۰۰ افغانۍ، یو کیلو ګرام اندونیزیایی شین چای په ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلو ګرام افریقایی تور چای په ۳۲۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځینو موادو پرچون پلورل د عمده پلورونکو موادو له بیې سره ډېر لږ؛ خو په ځیونو مواردو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار د تایمنیو د ديارلسم سړک یوه خوراکه پلورونکي احمد مصطفی وویل، نن ۵۰ کیلو ګرامه پرچون قزاقي اوړه په ۱۷۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بوره په ۲۰۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلو ګرامه اول سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره خورشید غوړي په ۱۳۰۰ افغانۍ، یوه کیلو اندونیزیایی شین چای په ۳۲۰ افغانۍ او یوه کیلو افریقایی تور چای په ۳۶۰ افغانۍ پلورل کېږي.

خو د سون توکو په بیو کې هم بدلون نه دی راغلی.

د کابل ښار د وزیر اباد د تېلو د ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادی وویل، نن لکه تېره شنبې د یو لېټر پترولو بیه ۵۱ افغانۍ او د یو لېټر ډیزلو بیه ۴۸ افغانۍ ده.

همداراز د کابل ښار د تایمنیو د څلورم سړک یوه ګاز پلورونکي محمد اکرام وویل، نن لکې تېره شنبې د یو کیلو ګرام ګاز بیه ۵۰ افغانۍ ده.

د سرو زرو بیو هم بدلون نه دی کړی.

 د کابل ښار د تېمور شاهي سړک یو زرګر حاجي فواد احمد صالح وویل، نن لکه تېرې شنبې یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زر په ۳۰۰۰ او  یو ګرام ۵۸۵ عیار روسي سره زر په ۲۵۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

په دې اونۍ کې د کلدارو او ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت لږ راټیټ شوی دى.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ څښتن حاجي حسین صداقت د معلوماتو له مخې، نن ورځ یو امریکایي ډالر په ۷۸.۳۵ افغانۍ او ۱۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې په ۴۹۵  افغانۍ پلورل کېږي. 

د لړم تر اتلسمې نېټې د یوه امريکایي ډالر د اخیستلو ارزښت ۷۸.۱۰ افغانۍ و او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۹۳ افغانۍ بدلېدې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement