د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ګردېز کې د هېواد په کچه MMA رزمي سيالۍ تر سره شوې

ګردېز کې د هېواد په کچه MMA رزمي سيالۍ تر سره شوې

Nov 16, 2019 - 17:58

ګردېز (پژواک ۲٥ لړم ۹۸): د سوېل ختيځ زون په مرکز ګردېز کې په لومړي ځل او د هېواد په کچه د MMA رزمي سيالۍ تر سره شوې.

مسوولين وايي، له دې سياليو يې موخه د پکتيا د رزمي ورزشکارانو وده او د تکړه ورزشکارانو ځلېدل او راپورته کېدل دي.

د پکتيا وورېرز يا د پکتيا د اتلو ورزشکارانو د سازمان مشر فرهاد حضرت زاده، چې په بېلابېلو رزمي لوبو کې يې هېواد ته د سرو زرو او نورو مډالونه ګټلي، وايي چې په دې سياليو کې د پکتيا د مختلفو کلبونو شپېته نويو او پخوانيو ورزشکارانو ګډون کړی، چې ځينو يې په نړيوالو ډګرونو کې هم سيالۍ کړې دي.

حضرت زاده پژواک خبري اژانس ته وويل: ((موږ تل هڅه کوو ورزشکارانو ته د خپلو وړتياوو ښودلو زمينه برابره کړو او خوشبختانه نن داسې يو ښه فرصت برابر دی. دا سيالۍ د ورزشکارانو په روزل کېدو، ملي او نړيوالو معياري لوبو کولو ته د تياري او ودې په برخه کې ډېرې مفيدې دي.))
د رزمي لوبو استاد نور وهاب ثابت ټينګار کوي چې د جمنازيمونو په جوړېدو او نورو اړينو اسانتياوو په برابرېدو بايد ورزشکارانو ته په دايمي ډول د معياري سياليو او تمرينونو زمينه برابره شي.

ثابت وايي: ((په پکتيا کې ورزشکاران ډېر مشکلات او اړتياوې لري. دا نننۍ مسابقې چې د هېواد او حتی په نړيواله کچه جوړې شوې، خپله د ورزشکارانو په هڅو برابرې شوې دي. هيله ده موږ ته خپل کېشونه، قفسونه، ځايونه او سامانونه برابر شي، غوښتنه مو دا ده چې په دايمي ډول د داسې سياليو زمينه برابره شي.))

د کېک بوکس استاد وکيل شاکر وايي، لويه کتله خلک په لرې سيمو او ولسواليو کې اوسيږي او په کار ده چې په ولسواليو کې د ورزش د بېلابېلو څانګو پرانيستو، تمرين او لوبو زمينې برابرې شي.

شاکر وويل: ((دا معلومه ده چې پکتيا کې ورزشکارانو او ورزشونو غوړېدو ته چندان توجه نه ده شوې او دا توجه بيا په ولسواليو کې بېخي کمه ده، زموږ ډېر خلک او ځوانان په ولسواليو کې اوسيږي، نو که غواړو ځوانان مو سالمې لارې او ورزشونو ته مخه کړي، بايد ولسواليو ته توجه زياته شي، همدارنګه زموږ ځينې تکړه ورزشکاران او ستوري له ولسواليو او لرې ځايونو راپورته شوي دي.))

ورزشکار نجيب الله نوري د پکتيا وورېرز سازمان او په ګردېز کې د هېواد په کچه د MMA رزمي سياليو په جوړېدو خوښ دی او وايي، د دې لوبو په کېدو معياري لوبې ليدلی او زده کولی شي او په ملي او نړيوالو ډګرونو کې يې د سيالي کولو انګېزه پياوړي کوي.

نوري زياته کړه: ((دا د پکتيا د ځوانو ورزشکارانو د رشد لپاره ډېرې ښې سيالۍ دي، موږ ډېره ښه احساس کوو، هغه رېنګ او هغه مسابقې له نږدې ګورو چې هر وخت مو فقط په تلويزيون کې ليدلې دي. دا ډول لوبې د ځوانانو د احساس په پياوړي کولو او هېواد ته د برياوو په راوړلو کې قوي انګېزه ورکوي.))

د پکتيا والي شميم خان کټوازی وايي، په دې ولايت کې لا هم د ورزشونو پراختيا او اسانتياوو برابرېدو ته ډېره اړتيا ده او هڅه کوي د مختلفو ورزشونو د ورزشکارانو ستونزو او اړتياوو ته رسيدګي وکړي.

ده وويل: ((موږ غواړو سپورټ ته پرمختګ ورکړو، چې ځوانان مو په مثبته سرګرمي مصروف شي او ملي او نړيوالو لوبو ته يې اماده کړو. له نېکه مرغه پکتيا په مختلفو برخو کې نړيوال قهرمانان لري.

اوسمهال په ګردېز کې د دوه معياري جمنازيمونو کارونه روان دي، دا لوبې له کابل وروسته بل ځای نه وې تر سره شوې او په آينده کې به هم پکتيا سرلارې وي ان شاءالله.))

د يادولو ده چې د اولمپيک ملي کمېټه د پکتيا ۳۶ ورزشي فدراسيونونو ته د کال يواځې شپږويشت زره (۲۶۰۰۰) افغانۍ بوديجه ورکوي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement