ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت دې په غور کې د کرنیزو محصولاتو ساتلو لپاره سړې خونې جوړې کړي

حکومت دې په غور کې د کرنیزو محصولاتو ساتلو لپاره سړې خونې جوړې کړي

author avatar
17 Nov 2019 - 16:56
حکومت دې په غور کې د کرنیزو محصولاتو ساتلو لپاره سړې خونې جوړې کړي
author avatar
17 Nov 2019 - 16:56

فېروز کوه (پژواک، ۲۶ لړم ۹۸): په غور ولایت کې یو شمېر بزګران او بڼ لرونکي د محصولاتو د سانتې لپاره د سړو خونو له نه شتونه شکایت کوي او له حکومته غواړي څو په دغه ولایت کې د سړو خونو جوړولو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

د دغو بڼوالو او بزګرانو ادعا په داسې حال کې کېږي چې د بڼونو او ځمکو حاصلات یې د ډېرېدو په حال کې دي او دوی له حکومته غواړي چې هر څو ژر د سړو خونو په برخه کې اقدام وکړي چې بې له دې به په راتونکي کال کې د دوی اقتصادي زیان تر سږ کال څخه ډېر شي.

په فېروزکوه ښار کې یوه بڼوال سید یحیی پژواک خبري اژانس ته وویل چې تر اوسه په دغه ولایت کې د کرنیزو محصولاتو لپاره هېڅ معیاري سړه خونه شتون نه لري.

نوموړی چې له خپل بڼ نه د مڼو د حاصلاتو ټولو په حال کې و، زیاته کړه: «سږ کال مې له خپل بڼ څخه د مڼو تر دوه سوه زره کیلوګرامه ډېر حاصل درلود؛ هغه څه چې زه یې حیران کړی یم، د دغو مڼو ساتل دي تر څو چې ټولې وپلورل شي، خرابې نه شي.»

نوموړي وویل چې په غور کې د بزګرانو او بڼوالو حاصلات کال په کال د ډېرېدو په حال کې دي؛ که حکومت د سړو خونو جوړولو په برخه کې پاملرنه ونه کړي، بڼوال او بزګران به ډېر زیانمن شي.

د دغه ولایت په فېروزکوه ښار کې یو بل بڼوال عبدالعروف هم د سړو خونو د نه شتون او په دې برخه کې د حکومت پر نه پاملرنې نیوکه کوي.

هغه زیاته کړه: «زما د بڼ حاصلات هر کال ډېرېږي، د خدای په فضل سږ کال د ناک او مڼو حاصلات ډېر وو چې ان په راټولولو پسې یې نه رسېدم؛ خو د هغو په سمه بیه پلورل اسان کار نه دی، موږ له دې ډارېږو چې ډېره برخه حاصلات به مو له منځه لاړ شي.»

نوموړي وویل چې که په دغه ولایت کې معیاري او په لوړ ظرفیت سړې خونې وجود ولري، د کرنې او بڼوالۍ حاصلات به هېڅکله خراب نه شي.

هغه په داسې حال کې چې له حکومته یې په دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه کوله؛ زیاته کړه: «زموږ د کرنې حاصلات چې د لوړ کیفیت لرونکي دي، ان له هېواده بهر صادرېږي او په مناسبه بیه پلورل کېږي.»

تمام اين زمين  د فېروزکوه د پوزلیچ سیمې یوه ځمکه لرونکي دین محمد یعقوبي پژواک ته وویل چې په روان کال کې یې له خپلې ځمکې په لوړه کچه د بانجانو او بادرنګو حاصلات راټول کړي دي؛ خو له دې امله چې سړې خونې نشته او باز یې نه درلود، د ډېرو رسېدلو رومي بانجانو او بادرنګو د بڼ حاصل خراب شو.

نوموړي زیاته کړه: «په تېرو کلونو کې مو دومره ډېر حاصل نه درلود، همدومره کېده چې ورځني بازار ته به مو وړل او پلورل به مو؛ خو سږ کال مو حاصلات ښه وو؛ بانجان، مرچ او بادرنګ بېخي ډېر شول او په ټیټه بیه مو ورکړل او ډېر رانه خراب شول، ویلی شم چې په سلګونه کیلو بانجان او بادرنګ له موږ نه خراب شول.»

دا ټولې سرچینې له کرنې وزارته غواړي چې د سړو خونو جوړولو په برخه کې اقدام وکړي، څو راتلونکی کال د بزګرانو او بڼوالو ستونزې حل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.