کابل (پژواک، ٢٦ لړم ٩٨): کابل ښار کې د نشه يي توکو تر ټولو ستر سوداګر له درېيو امنيتي منسوبينو سره پر ٢٩ کلونو بند محکوم شو.
د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وياند احمد خالد مؤحد د لړم په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کسان د کشفي ارګانونو په همکارۍ څلور مياشتې مخکې نيول شوي وو.
هغه زياته کړه چې دغه کسان د کابل ولايت د پغمان ولسوالۍ د قرغې په ساحه کې نيول شوي وو چې د نشه يي توکو له يو ستر سوداګر سره د پنځمې حوزې او کابل امنيه قوماندان درې منسوبين هم شامل دي.
موحد وايي، د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز لومړنۍ ځانګړې محکمې پرون د دغو کسانو علني محکمه ترسره کړه.
د نوموړي په وينا، د نشه يي توکو ياد ستر سوداګر پر ٢٩ کاله او درېيو مياشتو بند او د پوليسو ياد درې نور منسوبين پر څه کم اتو کلونو بند محکم شول.
ده وويل، د نشه يي توکو ياد سوداګر له ١٣٩٧ زېږديز کال راهيسې تر کشف لاندې وو، هر کله چې د نوموړي ١٤ کسان ونيول شول، هغوى ټولو ګواهي ورکړه چې نشه يي توکي يې له ياد سوداګره پېرل.
د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وياند وايي، ياد سوداګر د نشه يي توکو د پلور ترڅنګ په خپله شبکه کې به يې په بېلابېلو لارو کسان استخدامول، څو ورسره په دغه غير قانوني کاروبار کار وکړي.
موحد زياته کړه: ((پوليس چې کله واړه پلورونکي ونيول، بيا به يې ياد سوداګر ته بیول او د هغه له خوا به وګواښل شول چې ورسره په دې شبکه کې کار وکړي.))
د هغه په وينا، د نشه يي توکو ياد سوداګر د تحقيقاتو پر مهال او د محکمې پر وړاندې پر ده لګېدلي ټول تورونه ومنل او په زغرده يې اقرار وکړ چې د پوليسو په مرسته يې د کابل ښار په ټولو برخو کې نشه يي توکي پلورل.
موحد وايي، د نوموړي ډېرى کاروبار د کابل ښار په پنځمه، شپږمه، ١٨ او اوومه حوزو کې روان وو.
د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وياند وويل چې پوليس او کشفي ارګانونه د ديادې شبکې د نورو غړو د نيولو لپاره هم هڅې روانې کړې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د روان لمريز کال له پيله راهيسې د يوه جنرال په ګډون ٥٦ دولتي مامورين د نشه يي توکو د قاچاق او کاروبار په تور نيول شوي او د ياد مرکز له خوا محکوم شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن