ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزار کې د ١٦ نيم ميليونه ډالرو په لګښت پراختيايي پروژې ترسره کېږي

مزار کې د ١٦ نيم ميليونه ډالرو په لګښت پراختيايي پروژې ترسره کېږي

author avatar
17 Nov 2019 - 18:21
مزار کې د ١٦ نيم ميليونه ډالرو په لګښت پراختيايي پروژې ترسره کېږي
author avatar
17 Nov 2019 - 18:21

مزارشريف (پژواک، ۲۶ لړم ۹۸): په تېرو درې کلونو کې مزارشريف ښار کې د ولسي تړون پروګرام له لارې  ۱۷۵ کېلومتره فرعي سړکونه پاخه شوي دي.

د ولسي تړون  ملي پروګرام عملياتي رييس عبدالباري احمدزي د لړم په ۲۶مه، د مزارشريف ښار په نهمه ناحيه کې د څو فرعي سړکونو افتتاحيه غونډه کې وويل چې د دغه پروګرام له لارې يې ۱۷۵ فرعي سړکونه رغولي دي.

هغه د دې خبرې په روښانولو سره چې دغه پروګرام دمګړۍ د مزار ښار په څلورو ناحيو کې تطبيقېږي، وويل چې په دې برنامه کې د خلکو ونډه هم د ستاينې وړ ده.

ده زياته کړه، د ولسی تړون پروګرام د اوس لپاره د افغانستان په څلورو ښارونو کې د عملي کېدو په حال کې دی، چې تر دې مهاله په هرات، ننګرهار کندهار او بلخ ولايتونو کې ټولټال ۴زره کيلومتره فرعي سړکونه رغول شوي دي.

د احمدزي په خبره، له سړکونو ور اخوا د برېښنا رسونې څو پروژې هم د دغه پروګرام له لارې تطبيقېږي.

د ولسي تړون پروګرام عملياتي رييس وايي، ياد پروګرام د لسو کلونو لپاره ډيزاين شوی، چې په ترڅ کې به يې د افغانستان د ټولو ښارونو فرعي سړکونه ورغول شي.

په ورته مهال د بلخ د ولسي تړون پروګرام مسووله فريبا احمدي وايي،  د دغه پروګرام په تطبيق کې ۲۵ سلنه ونډه د سيمه ييزو خلکو ده.

هغې زياته کړه، په درې کلونو کې به د مزارشريف ښار په څلورو ناحيو کې د ۱۶نيم ميليونه ډالرو په لګښت پراختيايي چارې ترسره شي.

مېرمن احمدي له خلکو غوښتنه وکړه چې د دغه پروګرام له لارې رغول شويو پروژو په ساتنه کې  مرسته وکړي.

د مزارشريف ښار د نهمې ناحيې اوسېدونکی حضرت شاه خواجه زاده وايي، چې د سړکونو په جوړولو سره يې ډېری ستونزې حل شوې دي.

هغه زياته کړه، پخوا به د ژمي په موسم کې د فرعي سړکونو د خرابوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو، چې په خبره يې دمګړۍ ياد مشکل حل شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.