ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: په ولایتونو کې د روغتیا په برخه کې اصلاحات د قناعت وړ نه دي

ولسمشر: په ولایتونو کې د روغتیا په برخه کې اصلاحات د قناعت وړ نه دي

author avatar
17 Nov 2019 - 19:13
ولسمشر: په ولایتونو کې د روغتیا په برخه کې اصلاحات د قناعت وړ نه دي
author avatar
17 Nov 2019 - 19:13

کابل (پژواک ٢٦ لړم ٩٨): ولسمشر غني پردې سربېره چې په ولایتونو کې د روغتیا په برخه کې اصلاحات د قناعت وړ نه بولي، وايي، د عامې روغتیا وزارت باید په روغتیايې سکتور کې د اصلاحاتو په خاطر پر یوه پلان کار وکړي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ غونډې د هیواد روغتیایي وضعیت او خلکو ته د روغتیایي خدماتو وړاندې کول وارزول.

سرچينه زياتوي، په دغې غونډه کې چې نن ماښام په ارګ کې وشوه، په پیل کې د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز د عامې روغتیا وزارت د عمومي وضعیت، د روغتیایي روزونکو د زیاتوالي، په ولایتونو او ولسوالیو کې د روغتیایي تشکیلاتو د تنظیم، د روغتیا په برخه کې د انکشافي بودجې د مصرف او د خصوصي سکتور د مقررو او روغتیایي خدمتونو د کیفیت لوړولو په اړه خبرې وکړې.

ولسمشر غني د عامې روغتیا وزیر د خبرو له اورېدو وروسته په دغه وزارت کې د بوديجې پر تنظیم او د بوديجې د شرایطو پر توپير ټینګار  وکړ  او  ويې ویل، د غوره روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره باید د معیارونو په پام کې نیولو سره د عمل سرعت زیات شي.

ده په ولایتونو کې د روغتیا په برخه کې اصلاحات د قناعت وړ ونه وبلل او زیاته یې کړه، عامې روغتیا وزارت باید په روغتیايې سکتور کې د اصلاحاتو په خاطر پر یوه پلان کار وکړي.

نوموړي په هیواد کې د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو پر کیفیت د تمرکز ټینګار وکړ او ويې ویل، عامې روغتیا وزارت دې د روغتیا په برخه کې د تغییراتو په خاطر هغه شاخصونه وړاندیز کړي چې بوديجې ته اړتیا لري.

غني وویل، موږ د روغتیا په برخه کې د مدیریت سازۍ داسې نظام ته اړتیا لرو چې د موجوده ننګونو ځواب ویونکی وي.

هغه د روغتیایي معلوماتو د سیستم پر ایجاد د ټینګار ترڅنګ وویل، باید پر روغتیایي قوانینو، مقرراتو او لایحو کار وشي او لومړیتوبونه دې مشخص شي.

ده څرګنده کړه، د عامې روغتیا وزارت لپاره دې په هیواد کې د عمومي روغتیا انځور بدلولو په موخه، لارنقشه جوړه شي.

هغه وویل، د معیاري روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې دې پانګوال پانګونې ته وهڅول شي او روغتیایي ښارګوټې دې ایجاد شي.

اشرف غني د خپلو خبرو په پای کې د درملو پر کیفیت او په دغه برخه کې د پانګونې په اړه وویل، زموږ لپاره د خصوصي سکتور اصلاحات حتمي دي او د بشري ځواک په سکتور کې لومړیتوب لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.