د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغانستان او ناټو پر سوله او د چين پر بين الافغاني ناستې غږېدلي

افغانستان او ناټو پر سوله او د چين پر بين الافغاني ناستې غږېدلي

Nov 17, 2019 - 09:26

کابل (پژواک، ٢٦ لړم ٩٨): په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي د بهرنيو چارو له سرپرست وزير ادريس زمان سره د سولې پر پروسې او د چين پر بين الافغاني ناستې خبرې کړې دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د لړم په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ناټو ملکي استازي نيوکلاس کي د بهرنيو چارو له سرپرست وزير  سره په کابل کې وليدل.

سرچينې زياته کړې، د دې ليدنې  په سر کې د ناټو ملکي استازي د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه  ادریس زمان ته د هغه د ګومارل کېدو مبارکي ورکړه.

دغه راز نوموړي د ناټو غړو هېوادونو د مشرانو د راتلونکې ناستې په اړه چې ټاکل شوې ده راتلونکې مياشت په لندن کې جوړه شي، معلومات وړاندې کړل.

د بهرنيو چارو سرپرست وزير ادريس زمان د پراخو اصلاحي برنامو په تړاو چې ټاکل شوې ده په بهرنیو چارو وزارت کې عملي شي، رڼا واچوله.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز نوموړي د افغانستان دولت د سولې د اووه ماده يیز پلان، د افغانانو ترمنځ د ناستې په اړه چې ټاکل شوې ده په بجینګ کې ونيول شي او همدا شان د آسیا زړه هېوادونو د ناستې دایرولو په اړه معلومات وړاندې کړل.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement