ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې پر سلګونو بېوزلو د غنمو د مرستې وېش لړۍ پيل شوه

بغلان کې پر سلګونو بېوزلو د غنمو د مرستې وېش لړۍ پيل شوه

author avatar
17 Nov 2019 - 16:43
بغلان کې پر سلګونو بېوزلو د غنمو د مرستې وېش لړۍ پيل شوه
author avatar
17 Nov 2019 - 16:43

پلخمري (پژواک، ٢٦ لړم ٩٨): د بغلان ولايتي شورا له لوري پر دوه زره بېوزلو کورنيو د غنمو وېشلو لړۍ پيل شوه.

په دې اړه نیول شوو مراسمو ته د دې شورا رييس صفدر محسني وويل چې ګڼ شمېر خلکو د خپلې بېوزلۍ په اړه دوى ته شکايتونه کړي دي.

هغه وويل: ((د همدې شکايتونو پر اساس نن موږ شاوخوا دوه زره بېوزلو کورنيو ته د مرستو وېشلو لړۍ پيل کړه.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، له هرې کورنۍ سره د دوه بوريو غنمو چې شاوخوا سل کيلو کېږي، مرسته کېږي.

محسني وايي، دغه غنم يې له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست څخه ترلاسه کړي دي.

يو تن مرسته اخيستونکي يعقوب وويل: ((زه د بنو ولسوالۍ اوسېدونکى يم، ډېر بېوزله يم، دلته راغلى يم چې مرستې واخلم، خو دغه دوه بورۍ غنم زموږ هېڅ درد نه شي دواکولاى او نه مو ژمى پرې تېرېږي.))

دغه راز يوه بل مرسته اخيستونکي ميرا خان پژواک ته وويل چې زامن يې د حکومت په پوځي برخه کې دنده ترسره کوي، خو بيا هم د کورنۍ اقتصادي وضعيت يې ښه نه دى.

هغه وايي: ((له ولايتي شورا نه مننه کوو، خو حکومت بايد موږ ته نورې مرستې هم راکړي.))

د يادونې ده، چې هر کال د ژمي له را رسېدو وړاندې د حکومت له لوري له زرګونو بېوزلو کورنيو سره د غنمو مرستې کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.