د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

حکومت دې په غور کې د کرنیزو محصولاتو ساتلو لپاره سړې خونې جوړې کړي

حکومت دې په غور کې د کرنیزو محصولاتو ساتلو لپاره سړې خونې جوړې کړي

Nov 17, 2019 - 16:56

فېروز کوه (پژواک، ۲۶ لړم ۹۸): په غور ولایت کې یو شمېر بزګران او بڼ لرونکي د محصولاتو د سانتې لپاره د سړو خونو له نه شتونه شکایت کوي او له حکومته غواړي څو په دغه ولایت کې د سړو خونو جوړولو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

د دغو بڼوالو او بزګرانو ادعا په داسې حال کې کېږي چې د بڼونو او ځمکو حاصلات یې د ډېرېدو په حال کې دي او دوی له حکومته غواړي چې هر څو ژر د سړو خونو په برخه کې اقدام وکړي چې بې له دې به په راتونکي کال کې د دوی اقتصادي زیان تر سږ کال څخه ډېر شي.

په فېروزکوه ښار کې یوه بڼوال سید یحیی پژواک خبري اژانس ته وویل چې تر اوسه په دغه ولایت کې د کرنیزو محصولاتو لپاره هېڅ معیاري سړه خونه شتون نه لري.

نوموړی چې له خپل بڼ نه د مڼو د حاصلاتو ټولو په حال کې و، زیاته کړه: «سږ کال مې له خپل بڼ څخه د مڼو تر دوه سوه زره کیلوګرامه ډېر حاصل درلود؛ هغه څه چې زه یې حیران کړی یم، د دغو مڼو ساتل دي تر څو چې ټولې وپلورل شي، خرابې نه شي.»

نوموړي وویل چې په غور کې د بزګرانو او بڼوالو حاصلات کال په کال د ډېرېدو په حال کې دي؛ که حکومت د سړو خونو جوړولو په برخه کې پاملرنه ونه کړي، بڼوال او بزګران به ډېر زیانمن شي.

د دغه ولایت په فېروزکوه ښار کې یو بل بڼوال عبدالعروف هم د سړو خونو د نه شتون او په دې برخه کې د حکومت پر نه پاملرنې نیوکه کوي.

هغه زیاته کړه: «زما د بڼ حاصلات هر کال ډېرېږي، د خدای په فضل سږ کال د ناک او مڼو حاصلات ډېر وو چې ان په راټولولو پسې یې نه رسېدم؛ خو د هغو په سمه بیه پلورل اسان کار نه دی، موږ له دې ډارېږو چې ډېره برخه حاصلات به مو له منځه لاړ شي.»

نوموړي وویل چې که په دغه ولایت کې معیاري او په لوړ ظرفیت سړې خونې وجود ولري، د کرنې او بڼوالۍ حاصلات به هېڅکله خراب نه شي.

هغه په داسې حال کې چې له حکومته یې په دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه کوله؛ زیاته کړه: «زموږ د کرنې حاصلات چې د لوړ کیفیت لرونکي دي، ان له هېواده بهر صادرېږي او په مناسبه بیه پلورل کېږي.»

تمام اين زمين  د فېروزکوه د پوزلیچ سیمې یوه ځمکه لرونکي دین محمد یعقوبي پژواک ته وویل چې په روان کال کې یې له خپلې ځمکې په لوړه کچه د بانجانو او بادرنګو حاصلات راټول کړي دي؛ خو له دې امله چې سړې خونې نشته او باز یې نه درلود، د ډېرو رسېدلو رومي بانجانو او بادرنګو د بڼ حاصل خراب شو.

نوموړي زیاته کړه: «په تېرو کلونو کې مو دومره ډېر حاصل نه درلود، همدومره کېده چې ورځني بازار ته به مو وړل او پلورل به مو؛ خو سږ کال مو حاصلات ښه وو؛ بانجان، مرچ او بادرنګ بېخي ډېر شول او په ټیټه بیه مو ورکړل او ډېر رانه خراب شول، ویلی شم چې په سلګونه کیلو بانجان او بادرنګ له موږ نه خراب شول.»

دا ټولې سرچینې له کرنې وزارته غواړي چې د سړو خونو جوړولو په برخه کې اقدام وکړي، څو راتلونکی کال د بزګرانو او بڼوالو ستونزې حل شي.

په همدې حال کې، د کرنېزو چارو کارپوه هم د سړو خونو نه شتون ددغه ولایت عمده ستونزه وبلله او وایي چې په دې برخه کې باید جدي پاملرنه وشي.

په دغه ولایت کې د کرنې چارو یوه کارپوه محمد جمعه متین پژواک ته وویل چې په غور کې بڼوالۍ ښه پرمختګ کړی؛ خو د سړو خونو نه شتون ددې سبب شوی څو په غور کې مېوې او ترکاري په ټیټه بیه و پلورل شي.

هغه زیاته کړه: «د ټولو مېوو وده ښه ده، خلکو بڼوالي تازه زده کړې، ټول لېوالتیا لري چې د مېوو ونې کښېنوي، د بڼوالو او ځمکه لرونکو حاصلات کال په کال ډرېږي؛ خو چې سړې خونې وجود ونه لري، بزګرانو او بڼوالو ته به لوی ان ولایتي اقتصادي ضربه ورسیږي.»

نوموړي په داسې حال کې چې ویل یې سږکال په یاد ولایت کې د خلکو د ځمکو د سلګونو کیلو ګرامه محصولاتو د له منځه تلو شاهد دی، زیاته کړه: «ډېره اړینه ده چې حکومت د سړو خونو د رغولو په برخه کې اقدام وکړي او تر راتلوونکي کاله باید په غور کې څو سړې خونې په لوړ ظرفیت جوړې شي.»

په غور کې سیمه ییز مسوولان د بڼوالو د محصولاتو او کرنیزو توکو د ساتلو لپاره د سړو خونو نه شتون مني؛ خو وایي دوی هڅه کوي څو په دغه ولایت کې سیمه ییزې سړې خونې جوړې کړي.

په غو کې د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروژې مسوول عبدالظاهر توانا، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دوی د سړو خونو د نه شتون ستونزې د کرنې، مالدارۍ او اوبولګونې له  وزارت سره شریکې کړې دي؛ څو د ۱۳۹۹ کال په کاري پلان کې په نوموړي ولایت کې سړو خونو ته ځای ورکړل شي.

د نوموړي په خبره، دا مهال په غور ولایت کې هېڅ سړه خونه وجود نه لري.

دده د معلوماتو له مخې، غور د افغانستان یو له کرنیزو ولایتونو څخه دی، چې ډېری اوسېدونکي یې په کرنه، بڼوالۍ او مالدارۍ بوخت او له همدې لارې د ژوند اړتياوې پوره کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement