د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د غزني ښاروالي په دغه ښار کې دوه سوداګریزې او استوګنیزې ودانۍ جوړوي

د غزني ښاروالي په دغه ښار کې دوه سوداګریزې او استوګنیزې ودانۍ جوړوي

Nov 17, 2019 - 16:00

غزني ښار (پژواک، ٢٦ لړم ٩٨): په غزني کې د سل ميليونه افغانيو په لګښت د دوو سوداګريزو او استوګنيزو ودانيو د جوړېدو چارې پيل شوې.

د غزني والي وحيدالله کليمزي په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې دغه دوه سوداګريزې او استوګنيزې ودانۍ د غزني ښار په علي لالا سيمه کې د ښاروالۍ له لوري جوړېږي.

ده وويل چې هره ودانۍ په شپږو پوړونو کې د يوه کال په موده کې جوړېږي چې ټولټال به پرې سل ميليونه افغانۍ ولګول شي.

د والي د معلوماتو له مخې، دغه دوه ودانۍ پر ١٦ بسوې ځمکه جوړېږي چې په زير زمينې او لومړيو پوړونو کې به يې هټۍ، دويمو پوړونو کې به يې لوى لوى سالونونه او پاتې نورو پوړونو کې به يې د استوګنې عصري کورونه وي.

دغه راز په دې غونډه کې د غزني ښاروال مختاراحمد ملک يار وويل چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به دوى هر کال ميليونونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي.

هغه وايي: ((په تدارکاتي کارونو کې يې لږ ځنډ راغی نو موږ اوس کوښښ کوو چې غير ساختماني کارونه يې خلاص کړو او په پسرلي کې به يې ساختماني کارونه شروع کړو.))

بل لور ته د غزني ښار اوسېدونکي ذبيح الله پژواک ته وويل چې حکومت بايد د علي لالا سيمې ترڅنګ په نورو ځايونو کې هم ورته ودانۍ جوړې کړي.

ده زياته کړه: ((په ډېرو نورو ځايونو کې هم دولتي ځمکې غصب شوې دي، دولت يې بايد وګرځوي او دغه شان ودانۍ په کې جوړې کړي.))

د نوموړي په وينا، د دغه شان ودانيو په جوړېدو سره به د ښار ښکلا هم څو برابره زياته شي.

د يادونې ده، په غزني ښار او ولسواليو کې زرګونه جريبه دولتي ځمکه د زورواکو او يو شمېر دولتي چارواکو له لوري غصب شوې چې تر اوسه يې څو ځلې د بيا ګرځولو چارې پيل شوې خو تر څو ورځو وروسته بيا دغه لړۍ بېرته درول شوې ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement