د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل ښار د نشه يي توکو ستر سوداګر پر ٢٩ کاله بند محکوم شو

د کابل ښار د نشه يي توکو ستر سوداګر پر ٢٩ کاله بند محکوم شو

Nov 17, 2019 - 16:28

کابل (پژواک، ٢٦ لړم ٩٨): کابل ښار کې د نشه يي توکو تر ټولو ستر سوداګر له درېيو امنيتي منسوبينو سره پر ٢٩ کلونو بند محکوم شو.

د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وياند احمد خالد مؤحد د لړم په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کسان د کشفي ارګانونو په همکارۍ څلور مياشتې مخکې نيول شوي وو.

هغه زياته کړه چې دغه کسان د کابل ولايت د پغمان ولسوالۍ د قرغې په ساحه کې نيول شوي وو چې د نشه يي توکو له يو ستر سوداګر سره د پنځمې حوزې او کابل امنيه قوماندان درې منسوبين هم شامل دي.

موحد وايي، د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز لومړنۍ ځانګړې محکمې پرون د دغو کسانو علني محکمه ترسره کړه.

د نوموړي په وينا، د نشه يي توکو ياد ستر سوداګر پر ٢٩ کاله او درېيو مياشتو بند او د پوليسو ياد درې نور منسوبين پر څه کم اتو کلونو بند محکم شول.

ده وويل، د نشه يي توکو ياد سوداګر له ١٣٩٧ زېږديز کال راهيسې تر کشف لاندې وو، هر کله چې د نوموړي ١٤ کسان ونيول شول، هغوى ټولو ګواهي ورکړه چې نشه يي توکي يې له ياد سوداګره پېرل.

د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وياند وايي، ياد سوداګر د نشه يي توکو د پلور ترڅنګ په خپله شبکه کې به يې په بېلابېلو لارو کسان استخدامول، څو ورسره په دغه غير قانوني کاروبار کار وکړي.

موحد زياته کړه: ((پوليس چې کله واړه پلورونکي ونيول، بيا به يې ياد سوداګر ته بیول او د هغه له خوا به وګواښل شول چې ورسره په دې شبکه کې کار وکړي.))

د هغه په وينا، د نشه يي توکو ياد سوداګر د تحقيقاتو پر مهال او د محکمې پر وړاندې پر ده لګېدلي ټول تورونه ومنل او په زغرده يې اقرار وکړ چې د پوليسو په مرسته يې د کابل ښار په ټولو برخو کې نشه يي توکي پلورل.

موحد وايي، د نوموړي ډېرى کاروبار د کابل ښار په پنځمه، شپږمه، ١٨ او اوومه حوزو کې روان وو.

د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وياند وويل چې پوليس او کشفي ارګانونه د ديادې شبکې د نورو غړو د نيولو لپاره هم هڅې روانې کړې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د روان لمريز کال له پيله راهيسې د يوه جنرال په ګډون ٥٦ دولتي مامورين د نشه يي توکو د قاچاق او کاروبار په تور نيول شوي او د ياد مرکز له خوا محکوم شوي دي.

په دغو کسانو کې د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ او د بدخشان د بهارک امنيه قوماندانان هم شامل دي.

دغه راز موحد زياته کړه چې د روان لمريز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د اتو ښځو او يوه ايراني اوسېدونکي په ګډون ٣٥٦ د نشه يي توکو قاچاق تورن کسان دوى ته استول شوي چې ډېرى يې محکمه شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement