ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۲۳ داعشيان دولت ته تسليم شوي

ننګرهار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۲۳ داعشيان دولت ته تسليم شوي

author avatar
17 Nov 2019 - 17:22
ننګرهار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۲۳ داعشيان دولت ته تسليم شوي
author avatar
17 Nov 2019 - 17:22

جلال اباد (پژواک، ۲۶ لړم ۹۸): د ننګرهار چارواکي وايي، دغه ولايت کې د داعش ډلې ٢٢٥ وسله وال له ١٩٠ مېرمنو او ٢٨٠ ماشومانو سره دولت ته تسليم شوي دي.

هغوى زياتوي، په تسليم شويو کسانو کې ګڼ شمېر يې د پاکستان او نورو بهرنيو هېوادونو اوسېدونکي دي چې اوسمهال د ملي امنيت تر تحقيقاتو لاندې دي.

د دغو وسله والو له ډلې لسګونه تنه يې د لړم په ۲۶مه د ننګرهار ملي امنيت رياست په انګړ کې خبريالانو ته ور وښودل شول.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په همدې موخه جوړ شوي کنفرانس ته وويل، تر اوسه ټول ۲۲۵ تنه داعش وسله وال ملي امنيت او نورو ارګانونو ته تسليم شوي چې له دوی سره ۱۹۰ تنه مېرمنې او ۲۰۸ ماشومان هم دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د تسليم شويو کسانو له ډلې ۸۷ تنه نارينه يې د بهرنيو هېوادونو دي چې ډېره يې په پاکستان پورې اړوند دي.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالهادي ترين وويل، د دغو وسله والو د تسليمېدو لوی لامل په شينوارو او شېرزادو ولسواليو کې د ګډو افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو عمليات او په دغو عملياتو کې د وسله والو ځپل او پرې د اکمالاتي لارو تړل دي.

د ننګرهار د ملي امنيت رييس ډګرجنرال نظر علي واحدي بيا په تسليم شويو وسله والو کې د ډېرو پاکستانيانو موجوديت ته په اشارې سره وويل، که پاکستان او په ځانګړې توګه د دغه هېواد استخباراتي اداره نه غواړي چې د جګړې اور يې کور ته داخل شي؛ نو بايد په افغانستان کې له دا ډول کارونو لاس واخلي.

هغه زياته کړه: ((زه د پنجاب ادارې ته وايم، تر څو پورې افغانان وژنئ، افغانان به مړه شي، خو ستاسې غلامي به ونه مني، دا د زمرو وطن دی، دلته يو ډېر مېړنۍ غښتلې اردو او پوځ موږ لرو او دا اور به د دوی لمنې ته هم ان شاء الله رسېږي.))

حکومت ته تسليم شويو وسله والو که څه هم په خپلو تېرو فعاليتونو پښېماني څرګندوله، خو ټينګار يې درلود چې امنيتي ځواکونو پرې ساحه راتنګه کړې وه؛ ځکه دولت ته تسليم شول.

د قبايلي سيمې خيبر ايجنسۍ د تېرا اوسېدونکي عبدالمالک رسنيو ته وويل، په خپله سيمه کې به ورته پنځه وخته د پاکستاني ملايانو له لوري په افغانستان کې د جهاد دعوت کېده او ورته به ويل کېده چې دلته بهرنيان دي او جهاد روا دی.

يو بل تسليم شوی رحمت الله چې د اورکزو ايجنسۍ سيمې اوسېدونکی دی، وايي، په دې وروستيو کې پرې امنيتي ځواکونو ساحه ډېره تنګه کړې وه او حتی د خوراکي توکو مخه يې هم ورډپ کړې وه، نو ځکه حکومت ته تسليم شول.

داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي؛ خو وسله والو طالبانو په يوه اعلاميه کې ادعا کړې چې دغه وسله واله ډله د طالبانو د بريدونو په پايله کې دولت ته تسليم شوې او هغوی ورته له طالبانو نجات ورکړی دى؛ خو د ننګرهار د ملي امنيت رييس د طالبانو د دغې ادعا په ځواب کې نن وويل، چې داعش وسله وال د افغان ځواکونو د عملياتو په پايله کې تسليمېدو ته مجبور شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.