د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د ۱۸۰ ميليونه افغانيو په لګښت ۶.۷ کيلومتره سړکونه جوړېږي

ننګرهار کې د ۱۸۰ ميليونه افغانيو په لګښت ۶.۷ کيلومتره سړکونه جوړېږي

Nov 17, 2019 - 20:25

جلال اباد (پژواک ۲۶ لړم ۹۸): د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې د ۱۸۰ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د ۶.۷ کيلومتره په اوږدوالي د دوو سړکونو د جوړولو چارې پيل شوې.

دا کليوالي سړکونه د ټرانسپورټ وزارت له بوديجې جوړېږي چې د لړم په ۲۶مه یې د ننګرهار والي او نوروو مسولينو د کار پرانيسته وکړه.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د پرانیستې په مراسمو کې وويل، د سره رود ولسوالۍ اړوند له درونټې څخه تر هجرت کلي پورې د ۴.۵۸ او له درونټې څخه تر سرخاب پُل پورې ۲.۶۸ کيلومتره په اوږدوالي دوه سړکونه د ترانسپورت وزارت په ۱۸۰ ميليونه افغانیو لګښت جوړيږي.

ده زياته کړه، د دغو سړکونو د جوړېدو چارې په اتلسو مياشتو کې تر سره کېږي، چې په اوږدو کې به يې پنځه ويشت پولګوټي او شپږ واشتونه هم جوړ شي.

د هغه په وينا، د سړکونو په جوړېدو سره اوږدمهاله سهولتونه، امنيت او انکشاف رامنځته کېږي او بايد ولسونه د ټولګټو پروژو په پلې کېدو او ساتنه کې همکاري وکړي.

د ننګرهار د سړکونو ساتنې او څارنې رييس انجينر حامد ضیاء وويل، له درونټې څخه تر هجرت کلي پورې سړک د جوړولو چارې پخوا پلان شوې وې، خو اوس يې د سرخاب سړک سره چارې يو ځای عملاً پيل شوې.

د سره رود ولسوال هجرت الله رحماني ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ چې د سړکونو د جوړېدو له چارو څخه به په دوامداره ډول څارنه وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement