د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کابل ښار کې د لارو بندېدو خلک له ستونزو سره مخ کړي

کابل ښار کې د لارو بندېدو خلک له ستونزو سره مخ کړي

Nov 17, 2019 - 10:07

کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۹۸): کابل ښاروالۍ په داسې حال کې کابل ښار کې د ترافیکو د نظم لپاره ۳۰۰ تنه ګوماري چې په دې وروستیو کې د لارو له بندېدو د ښاریانو شکایتونه ډېر شوي دي.

د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز وایي چې یاد ۳۰۰ کسان د دې ښاروالۍ د ترافیکو د انسجام ریاست په چوکاټ کې پر دندو ګومارل کېږي.

د ښاروالۍ چارواکو په وينا، دغو کسانو ته ځانګړنې روزنه ورکول کېږي، څو ورسپارل شوې دنده په ښه توګه ترسره کړي.

کابل ښاروال د معلوماتو له مخې چې دغه کسان به د ترافیکو له پولیسو سره په ګډه ښار کې د ترافیکو بهیر به تېره بیا پر سړک د ښوونځيو د زده کوونکو او ښاریانو تېرېدل راتېرېدل به تنظمیوي، د حرکت له ټولو مسیرونو به څار کوي او د ترافیکي تخلفاتو د پېژندنې په برخه کې به د ترافیکو له پولیسو سره مرسته کوي.

د ده په وینا، تر اوسه له یادو ۳۰۰ کسانو ۴۳ یې ګومارل شوي او کار یې پیل کړی دی.

هغه وایي چې په دې برخه کې د نورو کسانو د ګومارنې چارې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار ځیني موټرچلوونکي او نور ښاریان کابل ښار کې د لارو له بندېدو شکایت کوي.

یوه موټر چلوونکي محمد سخي پژواک خبري اژانس ته وویل: «په دې ښار کې هر وخت لارې بندې وي، خو له درېېو ـ څلورو اونیو راپدیخوا د ملک اصغر په څلورلارې، وزیر اکبرخان، ده افغانان، د هوايي ډګر پر سړک، دهمزنګ او کوټه سنګي کې لارې ډېرې بندې وي.»

بل ټکسي چلوونکی عزیزالله وايي: "نن سهار مې له قنبر څلورلارې سوارلۍ په نهه نیمو بجو را واخیسته، اوس دا دي۱۱ نیمې بجې دي، چې پښتونستان څلورلارې ته را ورسېدم."

د هغه په وینا، که لاره بنده نه وي، دغه لار په شاوخوا ۱۵ دقیقو کې وهل کیږي.

ولې لارې بندېږي؟

د کابل ښار اوسېدونکی احمدشاه وایي، په کابل ښار کې ځکه سړکونه بند وي او خلک د شلو دقیقو لار په یو ساعت کې وهي چې له یوې خوا د ترافیکو پولیس او له بلې خوا موټر چلوونکي قانون نه مراعات کوي.

د هغه په وینا، رسنیو په تېره پژواک په دې اړه په وار، وار راپورونه خپاره کړي چې د ترافیک پولیس د پیسو اخیستو په بدل کې د سړکونو پر سر د کراچیو له لارې د توکیو د پلور اجازه ورکوي او له موټرو هم د دې لپاره پیسې اخلي چې له ناقانونه ځایونو سورلي پورته کړي.

احمدشاه زیاتوي: «زما په اند په دې وروستو کې په تېره بیا د مازدیګر له مخې د لارو بندېدو ستونزه ځکه ډېره شوې، چې ورځې لنډې دي، مامورین او دکانداران او نور ټول په یو وخت له خپلو دندو او کارونو کورونو ته روان وي.»

د خلیل الرحمن په نوم یو موټر چلوونکی وایي، ځیني سړکونه لکه د شش درک سړک، د بهرنیو چارو وزارت سړک او ځینې فرعی لارې امنیتي ځواکونو، زورواکانو او چارواکو بندې کړې دي.

دی وايي، د دغو لاملونو تر څنګ د موټرچلوونکو له خوا د نظم نه مراعاتول او د نفوس او موټرو زیاتوالی د لارو بندېدو له لاملونو دي.

خو د جاوېد په نوم بل موټرچلوونکی وایي چې د یادو ستونزو ترڅنګ په دې وروستیو کې د امنیتي ځواکونو له خوا د تلاشیو ډېرېدل هم د دې لامل شوي چې لارې بندې شي.

د کابل ښار اوسېدونکی محمد حنیف علي خېل بیا وایي: «کابل ښار کې ټرافیکي وضعیت خلک ډېر په تنګ کړي؛ ځکه دلته د سړي نیمايي عمر په ترافیکي ستونزو او د لارو په بندېدو کې تیرېږي.»

دی وايي، له سړک نه باید هغه کراچۍ و ايستل شي چې توکي پرې پلورل کېږي او د ترافیک پولیس دې په سمه توګه خپله دنده ترسره کړي څو دا ستونزه حل شي.

له ډېرو هڅو سره سره په دې اړه د کابل د ترافیکو مدیریت د نظر پر اخیستو بریالي نه شوو، خو د ښاروالۍ چارواکي وايي چې څو ځلې یې له سړکونو کراچۍ لرې کړې دي، خو خلک بیا، بیا هڅه کوي او پر سړکونو د کراچیو له لارې توکي پلوري.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement