کابل (پژ واک، ۲۶ لړم ۹۸) : افغانستان د کرکټ په دریمه شل اووریزه نړیواله لوبه کې ویسټ انډیز ته په ماتې ورکولو سره ددرېیو لوبو لړۍ وګټله.
دا لوبې د هندوستان په لکنو ښار کې روانې دي. افغانستان نن ددریمې لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه، ملي لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۲۰ لوبغاړو په سوځیدلو سره ۱۵۶ منډې وکړې او ویسټ انډیز ته یې د ۱۵۷ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري رحمان الله ګربز په زړه پورې لوبه و کړه او ۷۹ منډې یې جوړې کړې.
د ویسټ انډیز لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په شل اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځیدلو سره ۱۲۷ منډې جوړې کړې.
د افغانستان له لوري نوین الحق ۳، راشد خان ۲، ګلبدین او کریم جنت یو یو لوبغاړی وسوځولو. رحمان الله ګربز ددې لوبې او کریم جنت ددې لوبو د لړۍ غوره لوبغاړي اعلان شو، نوین الحق د وروستۍ لوبې ګټور لوبغاړی اعلان شو. تر دې مخکې د یو ورځنیو لوبو لړۍ ویسټ انډیز ګټلې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن