کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۹۸): د راتلونکي کال مالي بودجې ملي طرحه چې ۴۲۸ میلیارده افغانۍ عادي او پراختیايي بودجه په کې شامله ده، نن د مالیې وزارت له خوا مشرانو جرګې ته معرفي شوه.
د مالیې وزارت سرپرست او مالي او اداري مرستیال چې نن یې مشرانو جرګې ته د راتلونکي کال د ملي بودجې په اړه وضاحت ورکاوه، وویل، د راتلونکي کال مالي بودجه اوسنیو محدودیتونو ته په پام داسې ترتیب شوې چې له یوې خوا د دولت عادي لګښتونه تمویلوي او بلخوا د پراختیايي پروژو کار دوام پیدا کوي.
هغه وایي، افغان حکومت هڅه کوي چې د پانګونې د جذب له لارې ډېره بودجه له داخلي عایداتو تمویل کړي.
د نوموړي په خبره، د راتلونکي کال له ټولې بودجې ۲۸۹ میلیارده افغانۍ عادي بودجه او ۱۳۹ میلیارده افغانۍ پراختیايي بودیجه ده.
همدرد د خپلو خبرو په دوام وویل، د راتلونکي کال له ټولې بودیجې ۲۰۸.۹ میلیارده افغانۍ د ټولې بودجې ۴۸ سلنه جوړوي، له داخلي عایداتو تمویلېږي.
دغه راز نوموړي زیاته کړه، له ټولې ۱۳۹ میلیارده افغانۍ پراختیايي بودجې ۶۳ میلیارده د افغان دولت بودجې له لارې چې د بېلابېلو بنسټونو مرستې دي، مصرفېږي او ۷۵ میلیارد نورې غیراختیاري دي چې د تمولوونکو له خوا مصرفېږي.
د مالیې وزارت دغه لوړپوړي چارواکي په ډاګه کړه چې د راتلونکي کال تر ټولو زیاته بودجه په ترتیب سره امنیتي، خوندیتوب او عامه نظم، پوهنې، کلتور او دین، مخابراتو، انرژۍ او کانونو، عامه خدمتونو او زېربناوو سکتور کې مصرفېږي.
د مالیې وزارت د مالي او اداري مرستیال په خبره، د کورنیو عایداتو کچه د تېر کال په پرتله ډېره شوې او راتلونکی کال هم مالیې وزارت تصمیم لري چې له تېر کال څخه لس میلیارده افغانۍ ډېر عایدات راټول کړي.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وویل، د دې جرګې د مالي او ملي اقتصاد کمېسیون ترڅنګ نور کمېسیونونه هم ژر تر ژره له تخصصي پلاوي سره د بودجې طرحه وڅېړي او د تایید لپاره یې دې عمومي ناستې ته وړاندې کړي.
هغه زیاته کړه، مالیې وزارت تیاري وښوده چې په مشرانو جرګه کې د خلکو له استازي سره د دې طرحې د بډاینې لپاره د بودجې تر طرحې دوامداره کار وکړي.
د اساسي قانون د ۹۸مه مادې له مخې، د دولت بویجه او پراختیايي پروګرامونه مشرانو جرګې ته او د دې جرګې تر مشورې او نظر وروسته ولسي جرګې ته وړاندې کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن