ښرنه (پژواک، ٢٦ لړم ٩٨): د پکتيکا په مرکز کې درې هوايي بريدونه شوي چې له امله يې يو ماشوم وژل شوى او يوه ماشومه ژوبله شوې ده.
د مرکز اړوند د څلي کلي اوسېدونکي عمر، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن مازيګر دوه بريدونه پر شاړو ځمکو شوي او په درېيم ځل بريد کې د پکتيکا د پخواني والي محمد علي جلالي د کورنۍ يو ماشوم وژل شوى او يوه ماشومه ټپي شوې ده.
د ښرنې ملکي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې له دې پېښې څخه يوه ټپي ماشومه ور وړل شوې ده.
امنيتي مسوولينو په دي اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
دوه مياشتې مخکې هم د پکتيکا د پخواني والي زوى چې د حج او اوقافو مدير و، د خپل کور خوا کې په هوايي بريد کې وژل شوى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن