ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږکال پکتيا کې د مڼو د حاصل کچه  ٣٠ زره ټنو ته رسېدلې

سږکال پکتيا کې د مڼو د حاصل کچه ٣٠ زره ټنو ته رسېدلې

author avatar
18 Nov 2019 - 13:49
سږکال پکتيا کې د مڼو د حاصل کچه  ٣٠ زره ټنو ته رسېدلې
author avatar
18 Nov 2019 - 13:49

ګردېز (پژواک، ۲۷ لړم ۹۸): د پکتيا د کرنې رياست مسوولين وايي چې سږکال د دغه ولايت د مڼو محصولاتو کچه څه باندې ٣٠ زره ټنو ته لوړه شوې چې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زياتوالى ښيي.

دغه څرګندونې د پکتيا د کرنې، اوبو لګولو او مالداري رييس محمد الدين مومند د لړم په ٢٧مه مرکز ګرديز کې د يوې خبري غونډې پرمهال وکړې.

هغه وويل چې د پکتيا مڼې د کيفيت له اړخه هم بې ساري دي نو د خپلې ادارې او په پکتيا کې د مڼو د درې ټولنو په مټ هڅه کوي چې بازار ورته پيدا کړي.

مومند وويل: ((د مڼو حاصلات ۲۰ فیصده زیات شوي چې دا د ټولو لپاره د خوښۍ خبره ده. د پکتيا اقليم او آب و هوا د مڼو د توليد لپاره ډېره مناسبه ده، په کوم کيفيت مڼه چې په پکتيا کې توليديږي، په ډېرو ولايتونو کې نشته دى.))

محمدالدين مومند وايي چې له ياد شمېرتوليد شوې مڼې يې تر اوسه کابو نيمايي پلورل شوي او نوره لا هم پاتې ده، چې په خبره يې د دې او نورو محصولاتو د ساتنې لپاره يې لويو سړخونو جوړولو ته جدي اړتيا ده.

مومند زياته کړه:((په پکتيا کې د دوه لويو سړخونو جوړېدل رښتيا هم ډېر وځنډېدل، مختلف علتونه يې لرل، خو د وزارت په سطحه يې کار مکمل شوی، رياست جمهوري ته تللی او عملياتي ادارې ته محول شوی دی. موږ ته ډاډ راکړل شوی او اميدوار يو چې راتلونکي کال کې به په پکتيا کې د دې دوه اساسي لويو سړخونو جوړېدو کار شروع شي.))

د کرنې رياست د کرنيزو چارو آمر مومند خروټی وايي چې د کرنيزو محصولاتو توليد ښه کېدو او زياتېدو په اړه يې بڼوالو ته روزنه او د مڼو د ناروغيو د مخنيوي لپاره يې ور سره د درملو مرسته کړې ده.

خروټي وویل: ((موږ ۶۳۳۰ تنه دهاقين روزلي او د باغدارۍ او د زراعت په مختلفو بخشونو کې مو ټرېننګ ورکړی چې توليدات يې ښه او زيات شي. د مڼو د امراضو د مخنيوي لپاره مو يوريا سپرې ورته ښودلې او توزيع کړې ده، همدارنګه زمستاني تېل او ځينې نورې دواګانې مو ورکړې دي.))

د احمدابا ولسوالۍ د مڼو د ټولنې مشر عبدالجبار وايي چې د مڼو توليد زيات شوی، خو مناسب بازار نه لري او له دې امله بڼوالو او بزګرانو ته کافي ګټه نه رسيږي.

نوموړی په ګردېز کې د مڼو د معياري پروسـس مرکز او د جوس فابريکې جوړېدل اړين بولي او وايي که لويې او کوچنۍ سړخونې جوړې شي، نو د بزګرانو اساسي ستونزه به حل او هر وخت به وکولای شي چې خپل بېلابېل کرنيز محصولات په کې وساتي.

عبدالجبار وويل: ((يو خو عموما ټوله مڼه زياته شوې، بل هغه مڼه چې له تجار څخه پاتې کيږي يانې وړه يا زَده وي او له بسته بندي پاتې کيږي، د هغو ټولو د استعمال لپاره بايد په ګردېز کې د جوس فابريکه جوړه شي.))

د يادونې ده چې مرکز ګردېز، احمدابا او زرمت ولسوالۍ پکتيا کې د مڼو د توليد لوی او عمده ځايونه شمېرل کيږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.