ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عطامحمد نور: هېڅوک واټونو ته د راوتلو لېوال نه دي

عطامحمد نور: هېڅوک واټونو ته د راوتلو لېوال نه دي

author avatar
18 Nov 2019 - 13:51
عطامحمد نور: هېڅوک واټونو ته د راوتلو لېوال نه دي
author avatar
18 Nov 2019 - 13:51

 کابل (پژواک، ٢٧ لړم ٩٨): د جمعيت اسلامي ګوند د دارالانشا رییس عطامحمد نور وايي چې هېڅوک واټونو ته د راوتلو لېوال نه دي او له خلکو یې غوښتي چې د ځانګړي نوماند چې څو ځله ازمویل شوی خبرو ته غوږ نه شي.

 د بلخ پخواني والي او د جمعيت اسلامي ګوند د دارالانشا رییس په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د ټاکنو په تاریخ کې لومړى ځل و چې سیاسي ګوندونو او نوماندانو خپل نوماندان ټاکنیزو کمېسیونونو ته معرفي کړل او په پایله کې یې یو شمېر کمېشنران د یادو ملي چارو د ترسره کېدو لپاره په دندو و ګومارل شول.

 نوموړي زیاته کړې: ((اوس له ټولو نوماندانو غوښتنه کوم چې کمېسیونونو ته فرصت ورکړي څو دوی د یوازینۍ مشروع مراجعو په صفت دغه بهیر بشپړ او د ټاکنو پایلې اعلان کړي.))

 نور له هغو کسانو چې غواړي د خپلو شخصي موخو د ترلاسه کولو لپاره ناورین جوړ کړي غوښتنه کړې چې له دې زیات د خلکو پر برخلیک لوبې و نه کړي او د خپلو کوچنیو موخو لپاره ټاکنیز کمېسیونونه چې دوی یې د کمېشنرانو په ټاکلو کې سهم درلود د خلکو ترمنځ بې باوره نه کړي.

 هغه له خلکو هیله وکړه چې د ځانګړو نوماندانو شخصي خبرو ته چې څو ځله ازمویل شوي غوږ نه شي.

 نور ویلي، هېڅوک واټونو ته د راوتلو لېوال نه دي او څوک دې دغه ډول هیلې نه لري، د ناورین رامنځته کول د دښمن ژرندې ته اوبه اچول دي.

 هغه زیاته کړه: ((له دیني عالمانو، مشرانو، مسوولینو او د افغانستان له باعزته خلکو په ډېر احترام غواړم چې د قدرت ددغه ډول حریص کس چې د واک د بقا یې لپاره هر کار کړی  او هر سفارت ته سر ورښکاره کوي څو ورته څوکۍ ورسېږي نه یوازې خپله ودرېږي بلکې نور خلک هم پوه کړي.))

د بلخ پخواني والي ویلي، ډېر ژر به خپل لیدلوری د ولسي ناستې او خبري کنفرانس له لارې له خلکو سره شریک کړي.

 که څه هم نوموړي د کوم نوماند نوم نه دی یاد کړی، خو د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله تېره ورځ د یوه خبري کنفرانس له لارې د رایو د بیا شمېرنې بهیر سره مخالف وکړ او ګواښ یې وکړ چې په دې برخه کې به له هر انتخابه استفاده وکړي.

 دغه راز د ثبات او همپالنې ټېم په څو ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیون دروازې تړلې او تېره ورځ یې په کندوز کې د ټاکنو کمېسیون پر دفتر برید هم کړی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.