ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قومي مشران: له خپلو پاکو رايو دفاع کوو

قومي مشران: له خپلو پاکو رايو دفاع کوو

author avatar
18 Nov 2019 - 19:16
قومي مشران: له خپلو پاکو رايو دفاع کوو
author avatar
18 Nov 2019 - 19:16

کابل (پژواک، ٢٧ لړم ٩٨): د يو شمېر ولايتونو قومي مشرانو چې د ثبات او همپالنې ټيم په ملاتړ راټول شوي وو، ژمنه وکړه چې له خپلو پاکو رايو به دفاع کوي.

دوى دغه موضوع نن په کابل کې په يوې غونډه کې وکړه.

د غونډې ګډونوالو د ټاکنو له خپلواک کميسيون څخه وغوښتل، څو پورې چې له بايوميټريکه پرته رايې نه وي تصفيه شوې، د رايو د بياشمېرنې پروسه دې ودروي.

دوى زياته کړه، تقلبي رايو ته د اعتبار ورکولو په مقابل کې دوی بې تفاوته نه پاتې کېږي او کميسيون بايد په قانوني لارو عمل وکړي.

د سوېل ختيځ زون په استازيتوب قومي مشر همايون همايون وويل: "موږ دلته را ټول شوي يو چی له حق څخه دفاع وکړو، موږ د ډاکټر عبدالله تر څنګ ولاړ يو."

هغه زياته کړه، دوى د دې لپاره له ډاکټر عبدالله سره ولاړ دي څو د ټاکنو موضوع قومي نه شي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې دغه غونډه يې د پښتنو د قومي مشرانو په نوم جوړه کړې وه.

همايون د ټاکنو پر کمېسيون تور پورې کړ چې د يوناما په اشارې پرېکړې کوي، قوانين او طرزالعملونه نقض کوي او د خلکو په برخليک لوبې کوي.

د ختيځو ولايتونو په استازيتوب حاجي دين محمد خبرې وکړې او ادعا يې وکړه، چې په هېواد کې د لويو قومونو د په جنګ اچولو لپاره دسيسه روانه ده.

ده زياته کړه: ((داسی ښودل کېږي چې پښتون قوم اکثريت دی، ظالم دی، د قانون په لار نه ځي او د سرزورۍ له لارې مخکې ځي.))

د هغه په وينا، د همدې تورونو د له منځه وړلو لپاره دوى د ثبات او همپالنې له ټيم سره يو ځاى شوي دي، خو کوم پښتون چې درغلۍ کوي، پښتانه ورسره نه دي.

حاجي دين محمد ادعا وکړه چې عبدالله په ټاکنو کې ګټونکى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.