ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيت شورا دکابل ښار د ترافيکي ستونزو د هواري سپارښتنه وکړه

امنيت شورا دکابل ښار د ترافيکي ستونزو د هواري سپارښتنه وکړه

author avatar
18 Nov 2019 - 12:02
امنيت شورا دکابل ښار د ترافيکي ستونزو د هواري سپارښتنه وکړه
author avatar
18 Nov 2019 - 12:02

کابل (پژواک، ٢٧ لړم ٩٨):امنيت شورا د امنیتي سکتور د رهبرۍ ناستې ته لارښوونه وکړه چې له ودانیو بهر ايښودل شوي امنیتي دېوالونه دې ټول د محوطو دننه ته انتقال شي.

دامنيت شورا له خوا د لړم په ٢٧مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې چې د ملي امنیت د سلاکار ډاکټر حمدالله محب په مشرۍ تر سره شوه په ځانګړي ډول د کابل والي او امنیتي چارواکو ته لارښوونه وشوه، چې په دې اړه عملي پلان چمتو او ژر تر ژره عملي شي.

سرچينې زياته کړې، د امنیتي سکتور رهبرۍ ناستې همدارنګه په کابل ښار کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې او تمځایونو د ستونزو په اړه هم بحث وکړ او په دې اړه کابل ښاروالۍ ته دنده وسپارل شوه، چې ژر تر ژره بدیلې طرحې ایجاد او عملي کړي.

د ملي امنیت سلاکار په ناسته کې له ټولو چارواکو وغوښتل چې د امنیت ترڅنګ دې د ښار ظاهري بڼې ته هم پاملرنه وکړي او ددې ترڅنګ دې ښاریانو ته د اسانه تګ راتګ د زمینې په برابرولو کې هم اقدامات تر لاس لاندې ونیسي.

په ناسته کې د هېواد د نورو ولایتونو په تېره بیا نا امنه سیمو په اړه هم بحثونه وشول.

د ملي امنیت سلاکار ټینګار وکړ چې یادو سیمو ته دې په وخت رسیده ګي وشي او ترڅنګ دې هغه عملیات، چې په پایله کې یې سیمې ارامې شوي او دښمن ځپل شوی لا پراخ او اغېزمن شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، اړونده امنیتي چارواکو ډاډ ورکړ چې ددې سیمو په اړه پلانونه شته او د عملي کېدو لپاره یې کار روان دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.