حامدکرزی: د ملګرو ملتونو سازمان باید د افغانستان د خلکو ارادې ته احترام ولري
حامدکرزی: د ملګرو ملتونو سازمان باید د افغانستان د خلکو ارادې ته احترام ولري
کابل (پژواک،٢٧ لړم ٩٨): د افغانستان پخواني ولسمشر د افغانستان په ولسمشرۍ ټاکنو کې د بهرنیانو د لاسوهنې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې د یوې نړیوالې مرجع په صفت بېطرفه پاتې شي او د افغانستان د خلکو ارادې ته احترام وکړي.
د پخواني ولسمشر د دفتر په هغه مطبوعاتي خبرپاڼه کې چې یوه کاپي یې پژواک خبري اژانس هم ترلاسه کړې راغلي چې حامد کرزي یاده موضوع په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان له ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو سره د لیدنې پر مهال مطرح کړې ده.
خبرپاڼې زیاته کړې چې د یادو چارواکو په نننۍ لیدنه کې یاماموتو د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو اړوند وروستیو بدلونونو په اړه حامدکرزي ته معلومات ورکړل.
د خبرپاڼې په حواله، کرزي د افغانستان په ولسمشرۍ ټاکنو کې د بهرنیانو دلاسوهنې په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړه او له یاماموتو یې وغوښتل چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نمایندګي باید د یوې نړیوالې مرجع په صفت بېطرفه او د افغانانو ارادې ته احترام ولري.
سربېره پر دې کرزي له یاماموتو وغوښتل چې په افغانستان کې د ملګرونو ملتونو د سازمان دفتر د خپل ماموریت د ایجاباتو سره په همغږۍ د ملکي تلفاتو، د استوګنې د کورونو له تخریب او نورو بشري زیانونو مخنیوی وکړي او د افغانانو د مظلومیت غږ تر نړیوالې ټولنې ورسوي.
کرزی په داسې حال کې په ولسمشرۍ ټاکنو کې له بهرنیو لاسوهنو اندېښنه څرګندوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په شاوخوا دوو میاشتو کې د یادو ټاکنو د پایلو پر اعلان نه دی بریالی شوی.
د یو بل خبر له مخې، د افغانستان پخواني ولسمشر په کابل کې د بریتانیا، جاپان، سویډن او فنلنډ له سفیرانو سره په خپل کاري دفتر کې کتلي دي.
د هغې خبرپاڼې له مخې چې پژواک ترلاسه کړې په یادو لیدنو کې د افغانستان د سولې بهیر په اړه تفصیلي خبرې شوې او د یادو هېوادونو سفیرانو له پخواني ولسمشر کرزي غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو رول ته په پام په بېجېنګ کې د بین الافغاني ناستې د پلاوي په ترکیب کې باید د ښځو شمېر زیات وي.
حامد کرزي د دوی غوښتنې پر ځای بللې او زیاته کړې یې ده، د سولې په بهیر او نورو برخو کې د ښځو پر رول باوري دی او تل هڅه کوي افغان ښځې چې د مناقشو له امله ځورېدلې باید له نورو ډېر د هېواد د تصمیم نیونې په بهیر کې ښکېلې وي .
ورته راپورونه:

- 470 reads
نظر ورکړئ