ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ثبات او همپالنې ټيم پلویانو په جوزجان او بدخشان کې د ټاکنو کمېسیون دفترونه تړلي

د ثبات او همپالنې ټيم پلویانو په جوزجان او بدخشان کې د ټاکنو کمېسیون دفترونه تړلي

author avatar
18 Nov 2019 - 17:36
د ثبات او همپالنې ټيم پلویانو په جوزجان او بدخشان کې د ټاکنو کمېسیون دفترونه تړلي
author avatar
18 Nov 2019 - 17:36

شبرغان، فیض اباد (پژواک، ۲۷ لړم ۹۸): لاریون کوونکو په بدخشان او جوزجان ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیون د دفترونو دروازې تړلې او په یادو ولایتونو کې یې د رایو د بیاشمېرنې بهیر مخه نیولې، دوی ګواښ کړی چې څو د ثبات او همپالنې ټيم غوښتنې ځواب نه شي لاریون ته به دوام   ورکوي.

په بدخشان کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر رییس فرامرز منګل پژواک خبري اژانس ته وویل، کله چې نن سهار کارکوونکي د رایو د بیاشمېرنې لپاره ګودام ته دننه شول، د ثبات او همپالنې او سولې او عدالت ټېم سل تنو پلویانو د بدخشان د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر ولایتي دفتر برید وکړ او د کمېسیون د ودانۍ یوشمېر کړکۍ او دروازې یې ماتې کړې او د کمېسیون دروازه یې وتړله.

هغه زیاته کړه چې دا مهال د کمېسیون ټول کارکوونکي په ګودام کې د ننه بند پاتې دي.

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند ثنا‌ء الله روحاني پژواک ته وویل چې امنیتي ځواکونه ددغې موضوع د حل لپاره کمېسیون ته تللي او هڅه کوي دا ستونز د خبرو له لارې حل کړي.

د یوه بل خبر له مخې، په بدخشان ولایت کې د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د پلویانو له خوا چې د ثبات او همپالنې د ټېم غړی دی، هم تړل شوی دی.

د جنبش ملي ګوند د ځوانانو شوار رییس قدرت الله وطن پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوستم ټولو پلویانو د اعتراض په ډول تېر مازدیګر د ټاکنو د ولایتي دفتر دروازه د رایو د بیا شمېرنې پر وړاندې تړلې او دغه دفتر  ته د دننه کېدو دروازې مخې ته یې د تحصن خېمه درولې ده.

نوموړي زياته کړه چې تر هغه به يې دا خېمه درولې وي څو چې د ثبات او همپالنې ټېم د رهبرانو غوښتنه د ټاکنو کمېسیون له خوا نه وي منل شوې. 

ده زیاته کړه: «موږ د ثبات او همپالنې ټېم په پلوۍ د خلکو له پاکو رایو ملاتړ کوو او نه پرېږدو چې په دغه برخه کې درغلي وشي.»

په ورته وخت کې د جوزجان ولایت د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر رییس الماس اورنګزېب  وویل چې د جنرال دوستم او ثبات او همپالنې ټېم پلویانو، پرون ماښام د ټاکنو ولایتي دفتر درواز وتړله.

نوموړي زیاته کړه:«اعتراض کوونکو نن د ولایتي دفتر کارکوونکو او له مرکز څخه استول شوي پلاوي ته د دننه کېدو اجازه ورنه کړه؛ موږ ددغې موضوع د حل لپاره نن د جوزجان له والي سره لیدنه لرو؛ څو د یادې ستونزې د حل لپاره یوه لاره او چاره ولټوو.»

نوموړي زیاته کړه، نن هېڅ یوه کارکوونکي هم ونه شو کړای چې خپلې دندې ته حاضر شي.

دا په داسې حال کې ده چې په سرپل او فاریاب ولایتونو کې هم د جنرال عبدالرشید دوستم یوشمېر پلویانو د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دروازې تړلې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.