ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل په چاودنه کې پنځه تنه ټپيان شوي

د کابل په چاودنه کې پنځه تنه ټپيان شوي

author avatar
18 Nov 2019 - 08:33
د کابل په چاودنه کې پنځه تنه ټپيان شوي
author avatar
18 Nov 2019 - 08:33

لومړى تعقيب - کابل (پژواک، ٢٧ لړم ٩٨) : د کورنيو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار په چاودنه کې د ملي اردو د څلورو سرتېرو په ګډون پنځه تنه ټپيان شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د لړم په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې دا پېښه نن سهار په اووه نيمو بجو د کابل ښار د نولسمې حوزې اړوند د څرخي پله ترڅنګ د ملي اردو ښوونيز مرکز ته څېرمه رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، يوه نامعلوم تن هلته پر ملي اردو سرتېرو دوه لاسي بمونه غورځولي چې له امله يې څلور سرتېري او يو ملکي وګړى ټپيان شوي دي.

د رحيمي په وينا، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د هغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

تر دې مخکې نن سهار رحيمي ويلي و چې په ياده سيمه کې ځانمرګى بريد شوى، خو اوس يې خپله خبره تصحيح کړې ده.

عيني شاهدان وايي چې په ياده سيمه کې د دوو چاودنو غږونه اورېدل شوي او تر چاودنو وروسته د کابل - جلال اباد لويه لاره د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه.

ددې بريد مسووليت چا نه دى منلى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.