ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګردېز-روحاني بابا ولسوالۍ سړک د لومړي فاز د جوړېدو چارې پيل شوې

د ګردېز-روحاني بابا ولسوالۍ سړک د لومړي فاز د جوړېدو چارې پيل شوې

author avatar
18 Nov 2019 - 16:29
د ګردېز-روحاني بابا ولسوالۍ سړک د لومړي فاز د جوړېدو چارې پيل شوې
author avatar
18 Nov 2019 - 16:29

ګرديز (پژواک، ٢٧ لړم ٩٨): په پکتيا کې د ۱۴۰ ميليونه افغانيو په لګښت د ګردېز-روحاني بابا ولسوالۍ سړک د لومړي فاز د جوړولو چارې پيل شوې.

د پکتيا والي شميم خان کټوازي د دې سړک د چارو پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه سړک ټول شاوخوا ۲۲ کيلومتره اوږدوالی لري، چې د پاتې برخې سروې يې هم روانه ده.

دى وايي، په ګردېز او ولسواليو کې ځينې نور مهم سړکونه او لويې لارې هم شته چې اساسي جوړولو ته يې جدي اړتيا ده او په دې برخه کې د اړوندو وزارتونو او ادارو پاملرنه غواړي.

نوموړي زياته کړه: ((لومړی فاز يې شپږ نيم کيلومتره دى، د ګردېز ښار له منځه تېريږي او ډېر مهم سړک دی، کار يې سر له ننه شروع دی. زموږ غوښتنه دا ده چې په څوارلسو مياشتو کې يې ټولې چارې تر سره شي. ۲۴ پلچکونه، شاوخوا درې کيلومتره ويالې او يو کيلومتر استنادي دېوال هم لري، ټول پرې ١٤٠ ميليونه لګښت راځي.))

شميم خان کټوازي له پرانيستې وروسته د ځينو پروژو، په تېره د ګردېز-زرمت سړک د چارو نه تر سره کېدو د نيوکو په ځواب کې وويل چې د ياد سړک چارې يې پيل کړې، خو د سيمې د خلکو د نه همکارۍ له امله يې وسله وال طالبان په پوره ځواک مخنيوی کوي.

ده د ژمي او سړو په موسم کې د پروژو د پيل په اړه هم وويل چې د ډېری پروژو د بشپړېدو وخت يو کال يا له هغه زيات وي، نو له دې امله يې د تر سره کېدو يا پيل په جريان کې ژمی راځي.

خلک د سړک د چارو په سم تر سره کېدو ټينګار کوي او وايي، د پروژې له پرانيستې سره سم يې بايد تر ټاکلي وخته چارې بشپړې شي.

د ښار د درېيمې ناحيې د سړک د پيل سيمې اوسېدونکی عبدالله سادات وايي چې د ياد سړک شاوخوا پراته خلک د دې لارې د خراب حالت له امله په سخته ستونزه کې دي او د چارو د پيل لپاره يې ډېرې هلې ځلې کړې دي.

سادات پژواک ته وويل: ((موږ له مسوولينو درې شيان غواړو، اول دا چې له افتتاح سره سم يې بايد کار شروع شي، دويم دا چې په ښه کيفيت تر سره شي او درېيم دا چې په خپل وخت بشپړ شي. موږ په تمامه معنا ور سره همکار يو.))

د همدې سيمې بل اوسېدونکى رقيم شاه کريمي هم په سم ډول د سړک چارو د تر سره کېدو غوښتنه کوي او له وسله والو طالبانو غواړي چې د لويو لارو جوړېدو پر وړاندې دې خنډونه نه جوړوي.

کريمي وايي: ((د دغه سړک په مسير ديارلس قومونه تګ راتګ کوي. دا لاره ډېره خرابه ده، خلک له سختو ستونزو سره مخ دي. د سړک پخېدو لپاره مو ډېر غږونه جګ کړل او مظاهرې مو وکړې. له والي صيب او د شرکت له مسوولينو تعهد اخلو چې سم او په وخت کار به کوي.))

د يادونې ده چې شاوخوا دوه کاله وړاندې د نوې جوړې شوې روحاني بابا ولسوالۍ د ګاونډ زرمت ــ ګردېز سړک د جوړېدو چارې هم پيل شوې، خو تر اوسه يې ډېر لږ کار مخ ته تللى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.