د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

قومي مشران: له خپلو پاکو رايو دفاع کوو

قومي مشران: له خپلو پاکو رايو دفاع کوو

Nov 18, 2019 - 19:16

کابل (پژواک، ٢٧ لړم ٩٨): د يو شمېر ولايتونو قومي مشرانو چې د ثبات او همپالنې ټيم په ملاتړ راټول شوي وو، ژمنه وکړه چې له خپلو پاکو رايو به دفاع کوي.

دوى دغه موضوع نن په کابل کې په يوې غونډه کې وکړه.

د غونډې ګډونوالو د ټاکنو له خپلواک کميسيون څخه وغوښتل، څو پورې چې له بايوميټريکه پرته رايې نه وي تصفيه شوې، د رايو د بياشمېرنې پروسه دې ودروي.

دوى زياته کړه، تقلبي رايو ته د اعتبار ورکولو په مقابل کې دوی بې تفاوته نه پاتې کېږي او کميسيون بايد په قانوني لارو عمل وکړي.

د سوېل ختيځ زون په استازيتوب قومي مشر همايون همايون وويل: "موږ دلته را ټول شوي يو چی له حق څخه دفاع وکړو، موږ د ډاکټر عبدالله تر څنګ ولاړ يو."

هغه زياته کړه، دوى د دې لپاره له ډاکټر عبدالله سره ولاړ دي څو د ټاکنو موضوع قومي نه شي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې دغه غونډه يې د پښتنو د قومي مشرانو په نوم جوړه کړې وه.

همايون د ټاکنو پر کمېسيون تور پورې کړ چې د يوناما په اشارې پرېکړې کوي، قوانين او طرزالعملونه نقض کوي او د خلکو په برخليک لوبې کوي.

د ختيځو ولايتونو په استازيتوب حاجي دين محمد خبرې وکړې او ادعا يې وکړه، چې په هېواد کې د لويو قومونو د په جنګ اچولو لپاره دسيسه روانه ده.

ده زياته کړه: ((داسی ښودل کېږي چې پښتون قوم اکثريت دی، ظالم دی، د قانون په لار نه ځي او د سرزورۍ له لارې مخکې ځي.))

د هغه په وينا، د همدې تورونو د له منځه وړلو لپاره دوى د ثبات او همپالنې له ټيم سره يو ځاى شوي دي، خو کوم پښتون چې درغلۍ کوي، پښتانه ورسره نه دي.

حاجي دين محمد ادعا وکړه چې عبدالله په ټاکنو کې ګټونکى دى.

د لوی کندهار په استازيتوب اميرمحمد اخندزاده وويل چې دوى به د تقلب مخه نيسي او د خپلو پاکو رايو دفاع کوي.

د حرکت انقلاب اسلامي ګوند مشر مولوی قلم الدين د ملي يووالي پر حکومت نيوکې وکړې او هغه يې له ناخوالو ډک حکومت وباله.

ده د ټاکنو پر کمېسيون غږ وکړ چې د افغانستان د خلکو په برخليک دې لوبې نه کوي او خپل بې پرې توب دې وساتي.

د ولسمشرۍ ټاکنې د روان لمريز کال د تلې په ٦مه ترسره شوې، ټاکل شوې وه چې لومړنۍ پايلې يې د تلې په ٢٧مه، اعلان شي، خو د ځينو تخنيکي ستونزو، د رايو بياشمېرنې او څېړنې له امله دوه ځلې ځنډېدلې او تر اوسه يې نوې نېټه نه ده اعلان شوې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement