ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکي: موږ اوربند او د سولې بين الافغاني مذاکرات غواړو

لاريون کوونکي: موږ اوربند او د سولې بين الافغاني مذاکرات غواړو

author avatar
18 Nov 2019 - 17:43
لاريون کوونکي: موږ اوربند او د سولې بين الافغاني مذاکرات غواړو
author avatar
18 Nov 2019 - 17:43

ګردېز (پژواک، ۲۷ لړم ۹۸): د پکتيا په مرکز ګردېز کې سلګونو کسانو د يوه لاريون  په ترڅ کې له وسله والو طالبانو هر څه ژر د اوربند او د سولې د بين الافغاني مذاکراتو د پيل غوښتنه وکړه.

دوی له ملګرو ملتونو او غړو هېوادونو يې هم وغوښتل چې د وسله والو د تمويلوونکو سرچينو پر وړاندې جدي عکس العمل وښيي او پر وسله والو طالبانو سولې ته د حاضرېدو لپاره فشار راوړي.

يو تن لاريونوال ذبيح جلال په هېواد کې د شته ټولنيزو، اقتصادي او نورو ستونزو ريښه جګړه بولي او له سياسيونو غواړي چې د سولې لپاره رښتينې هلې ځلې وکړي.

جلال پژواک ته وويل: ((په افغانستان کې سوله او ارامي غواړو، جنګ بس دی. بې روزګاري او نور ډېر زيات مشکلات دي، که سوله راشي، ټول خلک به کار وکړي او ستونزې به حل شي. زموږ شعار سوله ده.))

دغه راز بل لاريون کوونکى عبدالله په هېواد کې د شته کونډو او يتيمانو پالنه د دولت او اوسني نسل لپاره ننګونه بولي او ټينګار کوي که جګړه ونه درول شي، نو راتلونکي نسلونه به هم له تباهۍ سره مخ شي.

دی وايي: ((جنګ بس دی، د افغانانو نسل وژنه بايد نور پای ته ورسيږي. افغانان غواړي په مينه، ابرو او عزت کې ژوند وکړي. جګړې موږ ته له کونډو، يتيمانو او معلولانو پرته نور څه نه دي پرېيښي. وسله وال طالبان او نور بايد پر دې مظلوم ولس رحم وکړي.))

د لاريون يوتن تنظيموونکی سيدجمال الدين اصف خېل وايي، د هر هغه ګام هرکلی کوي چې د جګړې د ښکېلو اړخونو تر منځ د باور رامنځته کولو او پياوړي کولو لپاره ګټور وي.

اصف خېل زياته کړه:((حکومت او طالبان بايد په ښه نيت بنديان خوشي کړي، چې د سولې لپاره زمينه برابره شي. که په خبرو ستونزه حل نه شي، په تېرو نولس کلونو کې له جګړې هېڅ نتيجه لاسته نه ده راغلې.))

قومي مخور حفيظ الله مبارز د ملي ګټو پر اساس د سولې بين الافغاني خبرې خورا مهمې بولي او وايي چې په دې ملي پروسه کې د بهرنيو هېوادونو د مغرضانه لاسوهنو مخه بايد ونيول شي.

مبارز وايي: ((پر وسله والو طالبانو غږ کوو چې د افغانانو د ارامۍ او سولې ارمان تر سره کړي. ټول له جګړې ستړي يو. ټول سياسيون او افغانان بايد په ګډه سره کيني او د ستونزو د حل لپاره ښه لاره راوباسي.))

د يادو لاريون کوونکو د لاريون په پاى کې يو پرېکړه ليک هم صادر کړ.

د لاريون په پرېکړه ليک کې له حکومت او وسله والو طالبانو غوښتل شوي چې تاوتريخوالی کم او د باور فضا پر رامنځته کولو ډېر کار وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.