د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د زرګونه کډوالو کورنيو غړو ته د لاسي صنايعو زده کړې ورکړل شوې

ننګرهار کې د زرګونه کډوالو کورنيو غړو ته د لاسي صنايعو زده کړې ورکړل شوې

Nov 18, 2019 - 16:20

جلال اباد (پژواک، ۲۷ لړم ۹۸): د ننګرهار د کډوالو چارو رياست مسوولين وايي، دغه ولايت کې يې له کډوالۍ راستنو شويو او داخلي بې ځايه شويو کورنيو د اقتصادي ستونزو د حل په موخه د لاسي صنايعو زمينې برابرولو لړۍ پيل کړې ده.

چارواکي وايي، روان کال د دغو کورنيو له ډلې شاوخوا څلور زره يې په حرفوي زده کړو سمبال شوي او د لاسي صنايعو لپاره ورته وسايل هم ورکړل شوي دي.

هغوى زياتوي، پلان لري چې راتلونکی کال د ننګرهار نورو ولسواليو ته هم دا لړۍ وغځوي او له کډوالۍ د راستنو شويو کورنيو د اقتصادي ستونزو د حل لپاره دايمي حل لارې پيدا کړي.

له کډوالۍ راستنې شوې کورنۍ هم د نورو مرستو په پرتله دوی ته د کاري زمينو برابرول ګټور کار ګڼي، خو ټينګار کوي چې لاسي صنايعو ته د بازار موندنه هم اړينه ده.

د ننګرهار د کډوالو چارو رييس نجيب الله قيومي د لړم په ۲۷مه پژواک اژانس ته وويل، له کډوالۍ راستنو شويو او داخلي بې ځايه شويو کورنيو د اقتصادي ملاتړ لړۍ يې پيل کړې چې دغو کورنيو ته د کار زمينې برابرې کړي.

د هغه په وينا، همدا روان کال يې د مرکز جلال اباد ښار او څلورو ولسواليو ۴زره او ۲۰۳ کورنيو ته د حرفوي زده کړو کورسونه جوړ کړي او دوی يې د دې جوګه کړي چې لاسي صنعت کې کار وکړي.

ده پژواک اژانس ته وويل، دغه هره کورنۍ اوس کولی شي چې د خامک دوزۍ ، افغاني ګنډ او نورې په لاس جوړېدونکې جامې جوړې، په بازار کې يې خرڅې او خپلې کورنۍ ته نفقه پيدا کړي.

نوموړی زياتوي، دا کار به د دې لامل شي چې يادې کورنۍ په خپلو پښو ودرېږي او له اقتصادي ستونزو را بهر شي چې بېرته کډوالۍ ته زړه ښه نه کړي.

د کډوالو چارو رييس وايي، پلان کې ده چې را روان کال د دغه ولايت د کوټ، بټي کوټ، مومندرې، د شينوارو زون شپږ ولسوالۍ او خوږياڼو زون يو شمېر ولسوالۍ هم دغې برنامې کې شاملې او راستنو شويو او داخلي بې ځايه شويو کورنيو ته حرفې زده کړې ورکړي.

کډوالې کورنۍ وايي، د خوراکي توکو له مرستې ورته دا کار ځکه ښه دی چې خپله د خپلې کورنۍ اقتصاد پرمخ وړي؛ خو پر لاسونو جوړو کړيو جامو ته د بازار موندنې غوښتنه هم کوي.

ببوګله د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکې ده او تازه يې کورنۍ له پاکستانه راستنه شوې ده. هغه وايي، نارينه يې کار روزګار نه لري نو د لاسي صنايعو په يادولو اوس د خپلې کورنۍ نفقه پخپله ګټه پيدا کوي.

پيغله مرسل چې سپين ږيری پلار يې د ګټې وټې توان نه لري وايي، تېر کال له پاکستان څخه خپل سيمې بهسودو ولسوالۍ ته راستانه شوي او اوس د همدغو لاسي توکو په پلور باندې   خپلې کورنۍ ته روزي ګټي.

نوموړې د دوی په لاس جوړېدونکو لاسي صنايعو ته د بازار غوښتنه کوي او وايي، که بازار موجود نه وي نو د دوی خواري به عبث وي.

خو د دغه ولايت د کډوالو چارو رييس نجيب الله قيومي وايي، د لاسي توکو د بازار موندنې لپاره  يې هم بېلابېل پروګرامونه په پلان کې دي چې له ډلې يې تېرو درېيو ورځو کې د جلال اباد ښار په بي بي سايرې ښځو بڼ کې د همدغو توکو درې ورځني نندارتون جوړل هم دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement