د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په ازرې ولسوالۍ کې د نجونو لپاره د يوه ښوونځي ودانۍ جوړېږي

په ازرې ولسوالۍ کې د نجونو لپاره د يوه ښوونځي ودانۍ جوړېږي

Nov 18, 2019 - 18:06

پل علم(پژواک، ۲۷ لړم ۹۸): د لوګر د پوهنې رياست چارواکي وايي چې په ازرې ولسوالۍ کې د ٢٠ ميليونه افغانيو په لګښت د نجونو لپاره د يوه ښوونځي د ودانۍ د جوړېدو چارې پيل شوې.

په دې اړه د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاپور عرب پژواک ته وويل چې د ازرې په ولسوالۍ د نجونو لپاره د يوه عصري او مجهز  ښوونځي د جوړېدو چارې پيل شوې.

هغه وايي چې دغه ښوونځى د لسو مياشتو په موده کې جوړيږي چې ټولټال ٢٠ افغانۍ پرې لګول کيږي.

عرب زیاته کړه چې دغه ښوونځی به ۱۰ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې، میزونه او څوکۍ، د احاطې دېوال، د اوبو څاه، ۱۰ تشنابونه او نور اړین ملحقات ولري.

د عرب په وينا، یاده لېسه ۱۷ کاله مخکې فعاله شوې چې دا مهال ۴۶۰ زده کوونکې یې د ودانۍ د نه لرلو له امله په خېمو کې زده کړې کوي.

له بل لوري د سیمې خلکو هم د یاد ښوونځي پر جوړولو خوښي ښودلې ده.

د سيمې يوه اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل: ((دا ډېر ښه کار وشو، پخوا د نجونو ښوونځي ودانۍ نه درلوده خو اوس ورته جوړيږي.))

د يادونې ده چې ازره د لوګر تر ټولو نا امنه ولسوالۍ ده چې له تېرو ١٥ کلونو راهيسې يې لويه لار له مرکز پل علم سره تړل شوې او اوسېدونکي يې د ننګرهار له لارې کابل او بيا پل علم ته سفر کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement