کندوز ښار (پژواک، ٢٧ لړم ٩٨): د کندوز-بغلان پر لويه لار د يوې ترافيکې پېښې له امله ٤٠ کسان ټپيان شوي او يو بل مړ شوى دى.
د بغلان ولايت د ترافيکو مدير سمونيار محمد نبي نبي زاده د لړم په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د کندوز-بغلان پر لويه لار د مرکزي بغلان ولسوالۍ په ګرداب سيمه کې يو ٣٠٤ موټر له سړک څخه اوښتى او اوبو ته غورځېدلى دى.
هغه وايي چې په دغه پېښه کې يو تن مړ شوى او يو بل ټپي شوى دى.
خو د کندوز ولايت د حوزوي روغتون آمر محمد نعيم منګل پژواک ته وويل چې له يادې پېښې دوى ته ٤٠ ټپيان انتقال شوي دي.
نوموړي وويل:((د ټولو ټپيانو روغتيايي حالت ښه دى، په وخت سره موږ د ټولو ټپيانو درملنه کړې ده.))
د مرکزي بغلان ولسوالۍ ګرداب سيمه د کندوز ولايت له علي اباد ولسوالۍ سره نښتې ده.
د يادونې ده چې ډېرى مهال دغه ډول پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او يا هم د سړک د خرابوالي له امله رامنځته کيږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن