ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکمتیار: له درغلیو ډکو ټاکنو ته اعتبار ورکول به غیرمترقبه پېښې رامنځته کړي

حکمتیار: له درغلیو ډکو ټاکنو ته اعتبار ورکول به غیرمترقبه پېښې رامنځته کړي

author avatar
19 Nov 2019 - 17:11
حکمتیار: له درغلیو ډکو ټاکنو ته اعتبار ورکول به غیرمترقبه پېښې رامنځته کړي
author avatar
19 Nov 2019 - 17:11

کابل (پژواک، ۲۸ لړم ۹۸): حکمتیار له عبدالله سره خپله لیدنه ښه او اړین پرمختګ بولي، د سترو ټاکنیزو مجرمینو محاکمه غواړي او وایي چې له درغلیو ډکو ټاکنو ته اعتبار ورکول به غیرمترقبه پېښې رامنځته کړي.

د حزب اسلامي او د سولې او اسلامي عدالت د ټاکنيزې ډلې مشر ګلبدين حکمتيار چې نن یې کابل کې خبریالانو ته خبرې کولې زیاته کړه چې د سولې په تړاو په هغه بین الافغانی ناسته کې ګډون نه کوي چې پلاوی یې دولت ټاکلی وي.

هغه د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه وغوښتل چې قانوني او مشروع غوښتنو ته یې پام وکړي.

ټاکنې

د ولسمشرې ټاکنې د تلي په شپږمه تر سره شوې. خلکو په دغو ټاکنو کې د ولسمشر محمد اشرف غني، د حکومت اجرایي مشر عبدالله عبدالله، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په ګډون ۱۳ تنو ځانونه نوماند کړي او خلکو رایه ورکړه.

ټاکل شوې وه د ټاکنو پایله د تلې په ۲۷ مه اعلان شي، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی، او حکمتیار، عبدالله او یو شمېر نور نوماندان وایي چې ټاکنو کې درغلۍ شوي او دوی له درغلیو ډکې ټاکنې نه مني.

حکمتار وایي، غيرقانوني او له بايومټريک پرته کارول شوې رايې دې حذف شي، ۳۰۰ زره معيوبې او قرنطین شوې رايې دې له سيسټم څخه و ایستل شي، په هغو محلونو کې دې  بیا ټاکنې وشي چې بايومټريک دستګاوې او يا يې حافظې غلا شوي، ټولې رایې دې د څارونکو پر وړاندې بیا وشمېرل شي، هغه کسان دې یو معتبر قضایي پلاوي ته معرفي شي چې ستر ټاکنیز جرمونه یې کړي او درملوک کمپنۍ دې محاکمه شي او دغې کمپنۍ ته ورکړل شوې پیسې دې ترې واخیستل شي. 

حکمتيار وويل، د درملوک شرکت ويلي چې ۱.۲ ميليون رايې تقلي، جعلي دي او غير معتبرې دي، ۳۰۰ زره رايې معيوبې او قرنطن شوي او څه د باندې ۲۴۰۰ محلونو بايومټريک دستګاوې غلا شوې دي.

دی وايي:" د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد ځواب ووايي چې ۱.۲ ميليون رايې چا اچولي او دغه زمنيه چا برابره کړې او د څه باندې ۲۴۰۰ محلونو د بايومټريک دستګاوې چا غلا کړي؟"

حکمتيار وايي:"که چېرې د ټاکنو کمېسيون زموږ مشروع او قانوني غوښتنو ته اعتنا ونه کړي او يواځې د حاکم ټيم ملاتړ د ځان لپاره کافي وګڼي، له حاکم ټيم نه دفاع وکړي او په ګټه يې عمل وکړي؛ د وروستيو وخيمو پایلو مسوولیت به د متقلبينو او د هغوی د همکارانو پر غاړه وي."

هغه وویل چې هرو مرو له خپل حق نه دفاع کوي. ده زیاته کړه:"موږ واقعاً منتخب ولسمشر غواړو، تحملي زمامدار هېڅ وخت نه منو."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.