کابل (پژواک، ٢٨ لړم ٩٨) : طالبانو او امريکايي ځواکونو ته نږدې سرچينو ويلي چې وسله والو طالبانو د امريکايي پوهنتون دوه تنه تښتول شوي استادان خوشې کړي دي.
امريکايي رسنيو په افغانستان کې د مېشتو امريکايي ځواکونو د سرچينو په حواله د لړم په ٢٨مه، خبر ورکړى چې دغه دوه استادان نن خوشې شوي دي.
سرچينې زياته کړې، وسله والو طالبانو دغه استادان د زابل ولايت د نوبهار په مربوطاتو کې خوشې او امريکايي ځواکونو ته سپارلي دي.
دغه دوه تنه استادان چې يو يې د امريکا او بل يې د اسټراليا اوسېدونکى دى، د طالبانو د يوه مهم غړي انس حقاني په ګډون ددرېيو بنديانو په بدل کې خوشې شوي دي.
انس حقاني او دوه نور بنديان تېره شپه د بګرام له زندان څخه خوشې او قطر ته رسول شوى، د شوي تړون له مخې انس حقاني به څو مياشتې په قطر کې په خپل کور کې نظر بند وي.
بلخوا د پاکستان لومړي وزير عمران خان په ټويټر کې ددغو استادانو د خوشې کولو هرکلى کړى او ادعا يې کړې چې پاکستان ددوى په خوشې کولو کې رول لوبولى دى.
هغه هيله څرګنده کړې چې د بنديانو دې تبادلې سره د افغان سولې پروسې ته ګټه ورسېږي او ژمنه يې کړې چې پاکستان به د سولې په پروسه کې هم د اسانتيا رامنځته کولو کې رول ولوبوي.
که څه هم د امريکا او طالبانو ترمنځ ددې بنديانو د تبادلې په اړه خبرې له څو مياشتو راهيسې روانې وې، خو تېره اوونۍ ولسمشر غني په رسمي توګه د انس حقاني د خوشې کولو اعلان کړى و.
ټاکل شوې وه، چې څو ورځې مخکې انس حقاني خوشې شوي واى، خو په کابل او لوګر ولايتونو کې د ځانمرګو بريدونو له امله د هغه خوشې کېدل ځنډېدلي و.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني تېره شپه د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او د ملي امنيت سلاکار اوبراين سره د طالبانو د بنديانو د تبادلې په اړه خبرې کړې وې.
تر دې مخکې په کابل کې د امريکا سفير د ولسمشر غني د هغې پرېکړې ملاتړ کړى و چې ددې کسانو خوشې کول يې ځنډولي و.
انس حقاني په ٢٠١٤ کال کې په بحرين کې تر نيول کېدو وروسته قطر او بيا افغانستان ته ولېږدول شو او د افغانستان له حکومت سره بندي و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن