ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان: د بندیانو شوې تبادله د سولې له بهیر سره مرسته کولی شي

طالبان: د بندیانو شوې تبادله د سولې له بهیر سره مرسته کولی شي

author avatar
19 Nov 2019 - 17:18
طالبان: د بندیانو شوې تبادله د سولې له بهیر سره مرسته کولی شي
author avatar
19 Nov 2019 - 17:18

کابل (پژواک، ۲۸ لړم ۹۸): طالبانو د افغانستان د امریکایي پوهنتون له دوو استادانو سره د درېیو مهمو طالبانو تبادله د ښه نیت او اعتماد جوړونې لپاره ښه پرمختګ بللی، ویلي یې دي چې دغه چاره د سولې له بهیر سره مرسته کولی شي.

ټاکل شوې وه د طالبانو درې مهم کسان (انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ عبدالرشید) چې بګرام کې بندیان وو، د افغانستان د امریکایي پوهنتون له دوو استادانو سره چې له طالبانو سره بندیان وو، څو ورځې مخکې تبادله شي، خو دغه چاره وځنډېده او نن راپورونه خپاره شول چې دغه کسان خوشي شوي دي.   

د راپورونو له مخې، طالبانو دغه استادان د زابل ولايت په نوبهار سیمه کې امريکايي ځواکونو ته سپارلي او یاد درې تنه طالبان هم  قطر ته رسول شوي دي.

طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ عبدالرشید د آزادېدو په اړه مثبت اقدام شوی او دوی یې هر کلی کوي.

په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو له خوا د دوو تنو پروفیسورانو (کیون کینګ امریکايي او تیموتی ویکس استرالیايي) او لسو تنو افغان عسکرو د خلاصون پروسه هم په کامیابۍ سره تکمیل شوه.

سرچینه زیاتوي:« دا ټولې کړنې د ښه نیت او اعتماد جوړونې لپاره ښه پرمختګ دی چې د سولې له بهیر سره مرسته کولی شي .د یادونې وړ ده چې موږ د قطر د دولت د محترم امیر او د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت او نورو چارواکو څخه چې په دې پروسه کې یې له پيل څخه پرله پسې هلې ځلې کړي او لازم تسهیلات یې برابر کړي دي، د زړه له کومې مننه کوو. »   

انس حقاني په ٢٠١٤ کال کې په بحرين کې تر نيول کېدو وروسته قطر او بيا افغانستان ته ولېږدول شو او د افغانستان له حکومت سره بندي و.

په ٢٠١٦ کال کې وسله والو طالبانو په کابل کې د افغان امريکايي پوهنتون دوه استادان و تښتول او د هغوى د خوشې کولو په بدل کې يې د انس حقاني خوشې کول غوښتل.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.