ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګې د کابل ښار له واټونو د خنډونو د لرې کېدو ملاتړ وکړ

مشرانو جرګې د کابل ښار له واټونو د خنډونو د لرې کېدو ملاتړ وکړ

author avatar
19 Nov 2019 - 17:08
مشرانو جرګې د کابل ښار له واټونو د خنډونو د لرې کېدو ملاتړ وکړ
author avatar
19 Nov 2019 - 17:08

کابل (پژواک، ٢٨ لړم ۹۸): مشرانو جرګې په کابل ښار کې د واټونو د خنډونو د لرې کېدو ملاتړ وکړ او ټينګار یې وکړ چې دغه اقدام باید عمومي شي او هېڅ اداره او کس ترې مستثنی نه شي.

پرون د ملي امنیت شورا امنیتي بنسټونو ته لارښوونه کړې چې د کابل ښار په کچه کانکرېټې خنډونه ټول کړي څو په دغه ښار کې د ترافیکي  ګڼې ګوڼې ستونزې کمې کړي.

پژواک خبري اژانس د ملي شورا له دې پرېکړې یوه ورځ مخکې راپور خپور کړ چې خلک په کابل ښار کې له ترافیکي ګڼې ګوڼې شکایت کوي او ویلي یې و چې له یادې ستونزې ستړي شوي.

په مشرانو جرګه کې د سمنګان د خلکو استازي صفي الله هاشمي ددې جرګې په نننۍ ناسته کې د ملي شورا له یادې پرېکړې د ملاتړ ترڅنګ وویل: ((د ښار له سطحې د خنډونو لرې کول سم کار دی، خو دغه اقدام باید عمومي وي او هېڅوک یا اداره ترې مستثنی نه شي.))

هغه زیاته کړه، د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم خنډونه جوړ شوي او له کابل وروسته باید د هغه د لرې کولو اقدام وشي.

په یاده جرګه کې د اروزګان د خلکو استازي امان الله عظیمي ورته نظر درلود او ویې ویل، په دغه اقدام کې باید دوه ګونی چلند ونه شي.

د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار چې ددې جرګې د نننۍ ناستې ریاست یې پر غاړه و د خنډونو د لرې کېدو له پرېکړې هرکلی وکړ او ویې ویل، دغه بهیر باید عمومي وي او هېڅ کس یا اداره ترې مشتثنی نه شي.

هغه زیاته کړه، ملي شورا په ځانګړې توګه مشرانو جرګه له دغه اقدام څخه ملاتړ کوي او لومړی یې دوی له خپل ځانه پیلوي.

هغه هیله مندي ښکاره کړه چې دا ځل به حکومت پر خپلو ژمنو عمل وکړي او په دې اړه دوه ګونی چلند ونه کړي. ایزدیار وویل، لومړی باید دغه اقدام په کابل او وروسته په ټولو ولایتونو کې تطبيق شي.

د یادونې ده چې د ۱۳۹۶ کال د وږي په میاشت کې کابل ښاروالۍ،د ګارنیزیون قوماندانۍ او پولیسو اعلان وکړ چې د ولسمشر په امر په کابل ښار کې د ادارو او خلکو له خوا جوړ شوي کانکریټي خنډونه لرې کوي، خو نړیوالې ادارې تر راتلونکي تصمیم پورې له دې پرېکړې مستثنی دي.

یادو ارګانونو څو ورځې د خنډونو لرې کول پیل کړل خو دغه بهیر د وږي میاشتې په پای کې پرته له دې چې ټول خنډونه لرې شي پای ته ورسېد او وروسته په ځینو نورو سړکونو او کوڅو کې هم خنډونه جوړ شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.