ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې لاريون کوونکو د برېښنا د ستونزې د حل غوښتنه وکړه

هلمند کې لاريون کوونکو د برېښنا د ستونزې د حل غوښتنه وکړه

author avatar
19 Nov 2019 - 15:25
هلمند کې لاريون کوونکو د برېښنا د ستونزې د حل غوښتنه وکړه
author avatar
19 Nov 2019 - 15:25

لښکرګاه(پژواک، ٢٨ لړم ٩٨):د هلمند سلګونو اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې يو ځل بيا د برېښنا پر مسوولينو غږ وکړ چې په دغه برخه کې د دوى ستونزې هوارې کړي.

دغه لاريون نن د هلمند په مرکز لښکرګاه کې ترسره شو چې د عامو خلکو ترڅنګ قومي مشرانو او مدني فعالانو هم په کې برخه اخيستې وه.

لاريون کوونکي او قومي مشر حفيظ الله وويل چې د برېښنا د لوړ قيمت له امله له تېرو درېيو اوونيو راهيسې دوى د برېښنا رياست دروازه تړلې، خو څوک يې د ستونزې د حل لپاره اقدام نه کوي.

دغه راز بل قومي مشر رحمت الله خان اکا وويل چې دوى ياده ستونزه څو ځلې په مرکز لښکرګاه او کابل کې له مسوولينو سره شريکه کړې، خو تر اوسه يې ستونزه نه ده حل شوې.

همدارنګه د مدني ټولنې غړى او لاريون کوونکى عبدالحق ځواکمن بيا وايي چې حکومتي مسوولين د هلمند له اوسېدونکو سره دوه ګونى چلند کوي.

هغه وايي: ((دا څو ورځې کيږي، موږ د برېښنا له قيمت څخه شکايت لرو، خو څوک زموږ دغه مشکل نه حل کوي.))

يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې که  داځل يې هم غږ وانه ورېدل شي، په لويو لاريونونو او نورو مدني حرکتونو به لاس پورې کړي.

د يادو څرګندونو په غبرګون کې د هلمند د برېښنا رييس وحيدالله عليزي پژواک ته وويل چې د برېښنا د بيې لوړول او ټيټول د ده له واکونو څخه پورته خبره ده.

دغه راز د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل چې د يادې ستونزې د حل په موخه له کابل څخه يو پلاوى دغه ولايت ته رسېدلى دى.

ده وويل: ((که دغه پلاوى ونه شي کولاى چې د برېښنا د لوړ قيمت ستونزه هواره کړي، نو موضوع به يو ځل بيا په کابل کې له چارواکو سره شريکه شي.))

د يادونې ده چې په هلمند کې د کجکي برېښنا په نويو توربينونو کار روان دى چې په بشپړېدو سره به يې دغه بند د سل ميګاواټه برېښنا د توليد ظرفيت پيدا کړي او ورسره به تر ډېره د هلمند د اوسېدونکو د برېښنا ستونزه هواره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.