تالقان (پژواک، ٢٨ لړم ٩٨):د تخار د ورسج ولسوالۍ يوه اوسېدونکي خپله مور د تېشې په وسيله وژلې او خور يې ټپې کړې ده.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د لړم په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ورسج ولسوالۍ په موچکان سيمه کې د شيداالله په نوم يوه هلک خپله مور او خور پر تېشه وهلي دي.
هغه وايي چې په دغه پېښه کې د شيدا مور وژل شوې او خور يې ټپي ده.
د نوموړي په وينا، شيدا الله له سيمې تښتېدلى و خو پوليسو نيولى او دا مهال پېښه تېر څېړنې لاندې ده.
د موچکان کلي اوسېدونکي جان محمد پژواک ته وويل: ((پرون ماښام شيد الله په خپل کور کې خپله مور پر تېشه وژلې، وروسته چې خور يې په انګړ کې چغې وهلې دي، هغه يې هم پر تېشه وهلې، خو خور يې ټپي ده.))
د نوموړي په وينا، شيدا الله په نشه يي توکو هم روږدى دى.
بل لور ته د تخار د والي وياند جواد هجري په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي: ((په داسې حال کې چې د ورسج پېښه تېر مازيګر شوې ده، خو په خواشينۍ سره چې د پوليسو لوړپوړى چارواکى د دغې پېښې د وخت او انګېزې په اړه اطلاع نه لري.))
د يادونې ده چې ډېرى مهال دغه شان پېښې د کورني او اقتصادي ستونزې له امله رامنځته کيږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن