ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز او لوګر کې د ٢٣ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا وشوه

په کندوز او لوګر کې د ٢٣ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا وشوه

author avatar
19 Nov 2019 - 11:59
په کندوز او لوګر کې د ٢٣ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا وشوه
author avatar
19 Nov 2019 - 11:59

کندوز ښار-پل علم (پژواک، ٢٨ لړم ٩٨): امنيتي چارواکي وايي چې په کندوز او لوګر ولايتونو کې ٢٣ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرشيد بشير د لړم په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته افغان هوايي ځواکونو د دشت ارچي ولسوالۍ په قرلق سيمه کې د طالبانو مرکزونه په نښه کړي دي.

هغه وايي چې په دغه هوايي بريدونو کې ١٤ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان شوي دي.

دغه راز په کندوز کې د ٢١٧ پامير قول اردو مرستيال وياند هادي جمال پژواک ته وويل چې په دشت ارچي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې ١٤ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٣ نور ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه: ((دغه عمليات په قرلق کلي کې شوي، د طالبانو يو مشهور قوماندان ملا کمال هم په کې وژل شوى دى.))

په ورته وخت کې د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکي شفيق الله پژواک ته وويل: ((پرون له غرمې وروسته په قرلق کلي کې الوتکو سخت بمبار کړى، خو معلومه نه ده چې څوک په کې وژل شوي دي که نه.))

همدارنګه د يو بل خبر له مخې، په لوګر کې هم وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي پژواک ته وويل چې ځانګړو ځواکونو تېره شپه د بره کي برک ولسوالۍ په بابري، اهنګران او الف خان کليو کې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې د طالبانو د سرې قطعې د غړو په ګډون نهه تنه وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان شوي دي.

نوموړى زياتوي چې په دغه جګړه کې د طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

بل لورته وسله وال طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.