ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا سفير : افغان ځواکونه په ټاکنو کې بې پرې وو

د امريکا سفير : افغان ځواکونه په ټاکنو کې بې پرې وو

author avatar
19 Nov 2019 - 09:13
د امريکا سفير : افغان ځواکونه په ټاکنو کې بې پرې وو
author avatar
19 Nov 2019 - 09:13

کابل (پژواک، ٢٨ لړم ٩٨) :  په کابل کې دامريکا سفير وايي چې افغان ځواکونو په ټاکنو کې برې پرې وو، د چا ملاتړ يې نه دى کړى او له نوماندانو يې غوښتي چې د زور او تاوتريخوالي له لارې دې خپل شکايتونه نه څرګندوي.

د امريکا سفير دغه څرګندونې تېره شپه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې د څو پوسټونو په ترڅ کې کړې دي.

هغه زياته کړې، داسې هېڅ اسناد او شواهد نشته چې افغان ملي ځواکونه په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو او له هغه وروسته يې د چا ملاتړ کړى وي او يا يې په ټاکنيزو فعاليتونو کې برخه اخيستي وي.

باس د افغان ملي ځواکونو ستاينه کړې چې د ټاکنو پر مهال يې په بشپړ مسلکيتوب عمل وکړ.

د امريکا سفير له ټولو افغانانو غوښتي دي چې ارامه واوسي او پر حقايقو ولاړ ې څرګندونې دې وکړي، نه وړاندوينې.

ده زياته کړې: (( موږ له ټولو هغو  نوماندانو ملاتړ کوو چې خپل شکايتونه د ټاکنيزو پروسو له لارې پرمخ وړي، نه د تاوتريخوالي او زور له لارې.

جان باس وايي، دوى د افغانانو اندېښنې پر ځاى بولي چې د ټاکنيزو پروسو او پرېکړو په اړه د معلوماتو نه لرلو په اړه يې لري او له ټاکنيزو کمېسيونونو يې غوښتي دي چې خپل کارونه په رونټيا سره ترسره کړي.

د امريکا سفير دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله دوه ورځې مخکې په يوه خبري کنفرانس کې پر امنيتي ځواکونو نيوکې وکړې چې په ټاکنيزو کارونو کې لاسوهنې وکړي او ددوى پر پلويانو يې ډزې کړې دي.

دغه راز ددغه ټيم پلويانو په يو شمېر ولايتونو کې د ټاکنو کمېسيون پر ځايي دفترونو بريدونه کړي او دروازې يې تړلې دي.

تر اوسه د ولسمشرۍ کانديدانو د امريکا د سفير د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.