ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار بڼوال د مېوې دکیفیت لوړولو او ناروغیو د مخنیوي کرنیز لابراتوار غواړي

د کندهار بڼوال د مېوې دکیفیت لوړولو او ناروغیو د مخنیوي کرنیز لابراتوار غواړي

author avatar
19 Nov 2019 - 11:28
د کندهار بڼوال د مېوې دکیفیت لوړولو او ناروغیو د مخنیوي کرنیز لابراتوار غواړي
author avatar
19 Nov 2019 - 11:28

کندهار (پژواک، ۲۷ لړم ۹۸): د کندهار بڼوال وايي چې د مېوې د کیفیت د لا ښه کولو او ناروغیو د مخنیوي لپاره په دې ولایت کې یوه کرنیز لابراتوار ته اړتیا ده.

بڼوال دغه غوښتنه داسې مهال کوي چې سږ کال ناروغیو د کندهار انارو ته زیان واړوه چې د دې او نورو ستونزو له امله یې د صادراتو کچه هم کمه شوې ده.

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د تابین سیمې یوه بڼوال غلام صدیق پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ولایت کې یوه کرنیز لابراتور ته جدي اړتیا ده، څو د کرنې او بڼونو اړوند ناروغیو تشخیص او درملنه په کې وشي.

هغه زیاته کړه، هر کال ناروغۍ او افات د کندهار مېوې ته زیان اړوي خو کله کله دغه ستونزه ډېره جدي وي.

دی وايي، په کندهار کې دغسې یو ادرس نشته چې خلک د خپلو بڼونو او کروندو اړوند امراض ورسره شریک کړي او هلته یې تشخیص او درملنه وشي.

نوموړي وویل: ((ډېری بڼوال په خپلو بڼونو کې د امراضو لګېدو پر مهال درمل پلورونکو ته ورځي او هغوی ورته په خپلسرې توګه درمل تجویزوي چې د ګټې پر ځای زیان اړوي.))

ده دا هم وویل چې ځینې کرنیز درمل بې کیفیته او جعلي هم دي چې دا پر خپل ځای لویه ستونزه ده.

دغه بڼوال له حکومت څخه غوښتنه کوي چې په کندهار کې دې یو کرنیز لابراتوار فعال کړي چې هم په کې د امراضو تشخیص او درملنه وشي او هم د مېوې د کیفیت لوړولو لپاره بڼوالو ته مشورې ورکړي.

د انارو یوه بل بڼوال محمد قاسم وايي، سږ کال یې د انارو په باغ دوه ډوله ناروغۍ ګډې شوې، په پیل کې د شفتې ناروغۍ او بیا مچ ووهل چې د انارو کیفیت ته یې سخت زیان واړوه.

ده پژواک ته وویل، له همدې امله یې د بڼ ډېره برخه انار په ونو کې پاتې شول، ځکه بهر ته د لېږلو بېخي نه و او په کور دننه یې پلور هم ګټه نه ورته کوله.

د ده په خبره، دا یوازې د ده ستونزه نه ده، بلکې سږ کال د ډېرو باغ لرونکو د انارو باغونه د دغو ناروغیو له امله زیانمن شول.

دی وايي، په دغسې حالاتو کې بڼوال او کروندګر حیران وي چې چېرته لاړ شي او څه چاره وکړي څو باغ او کرونده یې ناروغیو او طبیعي افاتو خوندي شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.