ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينې: انس حقاني له بګرامه خوشې او قطر ته رسېدلى

سرچينې: انس حقاني له بګرامه خوشې او قطر ته رسېدلى

author avatar
19 Nov 2019 - 09:51
سرچينې: انس حقاني له بګرامه خوشې او قطر ته رسېدلى
author avatar
19 Nov 2019 - 09:51

کابل (پژواک، ٢٨ لړم ٩٨) : حکومت ته نږدې سرچينې وايي چې د انس حقاني په ګډون د طالبانو درې مهم غړي تر خوشې کولو وروسته قطر ته رسيدلي دي.

ولسمشر غني تېره اونۍ د کابل دامريکايي پوهنتون د دوو استادانو د خوشې کولو په بدل کې د انس حقاني په ګډون د طالبانو او حقاني ډلې د درېيو  مهمو غړو حاجي مالي خان او حافظ رشيد د خوشې کولو اعلان وکړ.

خو په وروستيو شېبو کې چې دغه کسان خوشې کېدل په کابل او لوګر ولايتونو کې دوه ځانمرګي بريدونه وشول، چې له امله يې دغه تبادله وځنډېدله.

يوې باوري سرچينې د لړم په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد کسان تېره شپه له بګرام زندان څخه قطر ته رسول شوي دي.

سرچينې زياته کړه چې دغه کسان د قطر په يوه ځانګړې الوتکه کې لېږدول شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه کسان په مشروط ډول خوشې شوي او په قطر کې به خپل کور کې نظر بند وي.

طالبانو ته ځېنو نږدې سرچينو هم قطر ته ددغو کسانو د رسېدلو پخلى کړى دى.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني تېره شپه د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او د ملي امنيت سلاکار اوبراين سره د طالبانو د بنديانو پر تبادلې خبرې کړې وې.

تر دې مخکې په کابل کې دا مريکا سفير د ولسمشر غني د هغې پرېکړې ملاتړ کړى و چې ددې کسانو خوشې کول يې ځنډولى و.

انس حقاني په ٢٠١٤ کال کې په بحرين کې تر نيول کېدو وروسته قطر او بيا افغانستان ته ولېږدول شول او د افغانستان له حکومت سره بندي و.

په ٢٠١٦ کال کې وسله والو طالبانو په کابل کې د افغان امريکايي پوهنتون دوه استادان و تښتول او د هغوى د خوشې کولو په بدل کې يې د انس حقاني خوشې کول وغوښتل.

ولسمشر تيره اونۍ اعلان وکړ، چې د طالبانو درې مهم غړي انس حقاني، رشيد عمري او مالي خان خوشې کوي او امريکا د ولسمشر دغه پرېکړه (زړوره) ګڼلې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.