د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سرچينې : طالبانو دامريکايي پوهنتون دوه استادان خوشې کړل

سرچينې : طالبانو دامريکايي پوهنتون دوه استادان خوشې کړل

Nov 19, 2019 - 15:43

کابل (پژواک، ٢٨ لړم ٩٨) : طالبانو او امريکايي ځواکونو ته نږدې سرچينو ويلي چې وسله والو طالبانو  د امريکايي پوهنتون دوه تنه تښتول شوي استادان خوشې کړي دي.

امريکايي رسنيو په افغانستان کې د مېشتو امريکايي ځواکونو د سرچينو په حواله د لړم په ٢٨مه، خبر ورکړى چې دغه دوه استادان نن  خوشې شوي دي.

سرچينې زياته کړې، وسله والو طالبانو دغه استادان د زابل ولايت د نوبهار په مربوطاتو کې خوشې او امريکايي ځواکونو ته سپارلي دي.

دغه دوه تنه استادان چې يو يې د امريکا او بل يې د اسټراليا اوسېدونکى دى، د طالبانو د يوه مهم غړي انس حقاني په ګډون ددرېيو بنديانو په بدل کې خوشې شوي دي.

انس حقاني او دوه نور بنديان تېره شپه د بګرام له زندان څخه خوشې او قطر ته رسول شوى، د شوي تړون له مخې انس حقاني به څو مياشتې په قطر کې په خپل کور کې نظر بند وي.

بلخوا د پاکستان لومړي وزير عمران خان په ټويټر کې ددغو استادانو د خوشې کولو هرکلى کړى او ادعا يې کړې چې پاکستان ددوى په خوشې کولو کې رول لوبولى دى.

هغه هيله څرګنده کړې چې د بنديانو دې تبادلې سره د افغان سولې پروسې ته ګټه ورسېږي او ژمنه يې کړې چې پاکستان به د سولې په پروسه کې هم د اسانتيا رامنځته کولو کې رول ولوبوي.

که څه هم د امريکا او طالبانو ترمنځ ددې بنديانو د تبادلې په اړه خبرې له څو مياشتو راهيسې روانې وې، خو تېره اوونۍ ولسمشر غني په رسمي توګه د انس حقاني د خوشې کولو اعلان کړى و.

ټاکل شوې وه، چې څو ورځې مخکې انس حقاني خوشې شوي واى، خو په کابل او لوګر ولايتونو کې د ځانمرګو بريدونو له امله د هغه خوشې کېدل ځنډېدلي و.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني تېره شپه د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او د ملي امنيت سلاکار اوبراين سره د طالبانو د بنديانو د تبادلې په اړه خبرې کړې وې.

تر دې مخکې په کابل کې د امريکا سفير د ولسمشر غني د هغې پرېکړې ملاتړ کړى و چې ددې کسانو خوشې کول يې ځنډولي و.

انس حقاني په ٢٠١٤ کال کې په بحرين کې تر نيول کېدو وروسته قطر او بيا افغانستان ته ولېږدول شو او د افغانستان له حکومت سره بندي و.

په ٢٠١٦ کال کې وسله والو طالبانو په کابل کې د افغان امريکايي پوهنتون دوه استادان و تښتول او د هغوى د خوشې کولو په بدل کې يې د انس حقاني خوشې کول وغوښتل.

ګڼ شمېر سياسيونو او مدني فعالانو د و لسمشر اشرف غني پر دې پرېکړې نيوکې هم کړې دي.

ځينې سرچينې وايي چې د انس حقاني د تبادلې په موضوع کې د طالبانو د قطر دفتر او په افغانستان کې ددوى د نظامي قوماندانانو ترمنځ اختلافات هم پيدا شوي وو.

وسله والو طالبانو په رسمي توګه تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement