کابل (پژواک، ٢٨ لړم ٩٨) : ولسمشر اشرف غني د امريکا د بهرنيو چارو وزير او د ملي امنيت سلاکار سره د طالبانو او حقاني ډلې د مهمو بنديانو د خوشې کولو په اړه خبرې وکړې.
د ولسمشر وياند صديق صديقي د لړم په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر اشرف غني تېره شپه د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او د ملي امنيت سلاکار اوبراين سره ټيلېفوني خبرې کړې دي.
هغه زياته کړې، په دې جلا جلا اړيکو کې د ولسمشر غني هغه پرېکړه وارزول شوه چې د طالبانو او حقاني ډلې د درې لوړ پوړو مهمو بنديانو د خوشې کولو په اړه يې کړې وه.
صديقي وايي، امريکايي چارواکو د ولسمشر غني د دې پرېکړې د ملاتړ ترڅنګ، ژمنه وکړه چې په ښه نيت د دې بنديانو تر خوشې کولو وروسته د طالبانو له خوا د ممکنه تاوتريخوالي په صورت کې به په ګـډه يې ځواب وايي .
د نوموړي په وينا، دواړو خواوو موافقه وکړه چې د يوه سياسي جوړ جاړي په موخه تر بين الافغاني مذاکراتو مخکې اوربند او د تاوتريخوالي کمول اړين شرايط دي.
د ولسمشر وياند وويل، د امريکا د بهرنيو چارو وزير او د ملي امنيت سلاکار د افغان امنيتي ځواکونو د فعاليتونو او په ځانګړې توګه په ننګرهار کې د داعش د له منځه وړلو په اړه ستاينه وکړه.
امريکايي چارواکو دغه راز د افغان ځواکونو ددوامداره ملاتړ په موخه خپله ژمنتيا تکرار کړه څو دغه هېواد يو ځل بيا د نړيوالو ترهګر پر مرکز بدل نه شي.
د يادونې ده چې تېره اوونۍ ولسمشر غني د کابل دامريکايي پوهنتون د دوو استادانو د خوشې کولو په بدل کې د انس حقاني په ګډون د طالبانو او حقاني ډلې د درېيو مهمو غړو د خوشې کولو اعلان وکړ.
خو په وروستيو شېبو کې چې دغه کسان خوشې کېدل په کابل او لوګر ولايتونو کې دوه ځانمرګي بريدونه وشول، چې له امله يې دغه تبادله وځنډېدله.
سرچينې وايي چې دغه کسان تېره شپه خوشې او قطر ته رسېدلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن