جلال اباد (پژواک، ٢٨ لړم ٩٨ ) : ولسمشر اشرف غني نن سهار له يوه لوړ پوړي پلاوي سره د ننګرهار ولايت جلال اباد ته رسېدلى دى.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د لړم په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر به د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل سره د دې ولايت پر عمومي وضعيت تر ځانګړې ناستې وروسته نظامي ارګانونو مسئولينو،پاڅوون کوونکو او يو شمېر مخورو سره جلا جلا ناستې وکړي .
هغه زياته کړه، د دې ناستو پر مهال به د داعش د ماتې له امله د امنيتي ځواکونو، پاڅون کوونکو او په ټوله کې د دې ولايت د خلکو د ميړانې قدرداني وشي .
خوږياڼى وايي، ځايي مسوولين، د ولس استازي او ځينې مخور به د دې ولايت يو شمېر مهمې ستونزې هم ولسمشر سره د حل په موخه شريکې کړي .
د نوموړي په وينا، ټاکل شوې د ولسمشر سره په دې سفر کې د مشرانو جرګې د رييس په ګډون په ملي شورا کې د دې ولايت د خلکو استازي، د ملي امنيت سلاکار په ګډون يو شمېر سلاکاران، د کابينې يو شمير غړي او نور مهم چارواکي ملتيا وکړي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن