ولسمشر غني په ننګرهار کې د داعش د بشپړې ماتې اعلان وکړ
ولسمشر غني په ننګرهار کې د داعش د بشپړې ماتې اعلان وکړ
جلال اباد (پژواک، ۲۸ لړم ۹۸): ولسمشر محمد اشرف غني ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې ولایت مقام کې د یوې غونډې پر مهال د داعش د ماتې اعلان وکړ او د هغوى د ماتې له امله یې د مسوولینو او خلکو د سرښندنو ستاینه وکړه .
نوموړي زياته کړه، د داعش وسله والو ښځې او ماشومان چې د ډيورنډ کرښې هغې غاړې پورې تړاو لري، هېڅکله به پاکستان ته ونه سپارل شي، بلکې د ولس په خوښه به يې د کرښې پورې غاړې ولس ته سپارل کېږي.
محمد اشرف غني چې د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ يې نن د لړم په ۲۸مه جلال اباد ښار ته سفر کړی و، په دغه ولايت کې يې د بېلابېلو ناستو پرمهال له ځايي قومي مشرانو، مدني فعالانو، ولسي پاڅونوالو او د ننګرهار له امنيتي او ملکي چارواکو سره ليدلي دي.
که څه هم د ولسمشر غونډو او ليدنو ته خبريالان نه و غوښتل شوي خو د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر د هغه د ليدنو او غونډو په اړه معلومات له رسنيو سره شريک کړي دي.
د رسنيو دفتر د معلوماتو له مخې، ولسمشر محمد اشرف غني ننګرهار ولایت ته له رسېدو سره سم، له امنیتي مسوولینو سره په غونډه کې د ننګرهار ولایت د عمومي امنیتي وضعیت ارزونه وکړه.
دغه راز يې د ننګرهار له والي شاه محمود مياخېل سره هم د ليدنې پرمهال د دې ولايت په بېلابېلو موضوعاتو په اړه ځانګړې ناسته درلوده چې د ننګرهار والي ورسره د خلکو يو شمېر ستونزې او غوښتنې شريکې کړې دي.
ولسمشر په ورته وخت کې د ننګرهار د ولسي پاڅون کوونکو مشرانو سره وليدل او د هغوی په لا تجهيز او اکمال او نورو برخو کې د پاملرنې ډاډ ورکړ.
هغه د ننګرهار له يو شمېر قومي مشرانو او مدني فعالانو سره هم ليدلي او په ورته وخت کې په جلال اباد ښار کې د غازي امان الله مقبرې ته ورغلی او د هغه په مزار يې د ګلونو ګېډۍ ايښې ده.
ولسمشر غني د ننګرهار خلکو ته د داعش ډلې د ماتې مبارکي ورکړه او زياته يې کړه، چې د داعش د پښتونخوا غړو اړوند ښځې او ماشومان د پاکستان حکومت پر ځای يې خپلوانو ته سپاري.
غني زياته کړه، د تسليم شويو داعش وسله والو ښځو او ماشومانو سره د اسلامي او افغاني دود له مخې چلند کېږي، هغه چې افغانان دي بېلابېلو برخو کې يې روزنه کيږي، بهرنيو مېرمنو او ماشومانو انتقال کې به د طرزالعمل له مخې چلند کېږي او د پښتونخوا مېرمنې او ماشومان به د پاکستان حکومت ته نه؛ بلکې خپلوانو ته يې سپارل کيږي.
ولسمشر وویل، د داعش تسليم شويو غړو په اړه به ولس پرېکړه کوي، د دوی له پرېکړې سره سم به ور سره چلند تر سره شي.
هغه په ټينګار سره وویل، چې د داعش کورنيو او بهرنيو غړو سره به د تفکيک له مخې چلند کيږي او په دې برخه کې د ولسونو هر ډول پرېکړه ورته د منلو ده، ترڅو ننګرهار له داعش څخه په بشپړ ډول پاک شي.
اشرف غني همدا راز د ملي دفاع وزارت مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې ولسي پاڅون کوونکي سيمه ييزه اردو کې شامل کړي او ډاډ يې څرګند کړ، چې د ولسي پاڅونوالو ليکو کې د وژل شويو کورنيو غړو ته به د ملي اردو سرتېرو په څېر حقوق ورکړي.
ولسمشر زياته کړه، ننګرهار کې به صفري نقطې خوندي وي او همدا راز د نورو ولسواليو په څېر به د دې ولايت شېرزاد او حصارک ولسوالۍ هم امن شي.
محمد اشرف غني پر امنيتي ځواکونو غږ وکړ چې د ننګرهار امنيت په خپله خوندي کړي او قاچاقبر او فاسد ته د مداخلې اجازه ور نه کړي.
ولسمشر محمد اشرف غني ننګرهار والي ته سپارښتنه وکړه چې د ننګرهار انکشاف لپاره له خلکو سره په همغږۍ يوه جامع طرحه جوړه کړي، لومړيتوبونه وټاکي او د تطبيق لپاره يې ورته وسپاري.
د هغه په وينا، که ننګرهار اباد او امن وي؛ ټول هېواد ته يې ګټه رسېږي او ننګرهار بايد يو مرکز شي، چې جاذبه ولري.
ورته راپورونه:

- 604 reads
نظر ورکړئ