خوست ښار (پژواک، ۲۹ لړم ۹۸): خوست ښار کې د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک جوړولو چارې پیل شوې.
دغه سړک چې ۴.۷ کيلومتره اوږدوالی لري، د خوست ښار صرافانو او د سبزي منډوي ترمنځ په اساسي او پاخه ډول جوړېږي.
د خوست والي محمد حليم فدايي د دغه سړک د کار د پيل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د یاد سړک جوړېدو چارې به د شپږو مياشتو په موده کې تکميل شي.
والي وویل چې ښار د ټولو ګډ کور دی، نو له پاکوالي او د رغنیزو او پرمختیایي پروژو څارنه یې هم د ټولو مسوولیت دی.
ورته مهال د خوست ښاروال انجنير عبدالبصير بيا ډاډ ورکوي چې د دغه سړک جوړېدو چارې به په ښه کيفيت سره ترسره کېږي.
بل پلو د خوست ښار يو شمېر اوسېدونکي بيا د ښار د دننه سړکونو له خرابوالي شکایت کوي.
د عجب خان په نوم یوه کس پژواک اژانس ته وويل چې د ښار داخلي سړکونه تر ډېره کنډ کپر دي چې ښاریان یې له ګرد او غبار، په ځانګړي ډول په باران کې له زیاتو ستونزو سره مخ کړي دي.
خو مسوولین وایي چې بودجې ته په کتو به د ښار داخلي سړکونه رغول کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن