لومړى تعقيب- خوست ښار (پژواک، ۲۹ لړم ۹۸): خوست ښار د سړک غاړې ماين چاودنې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د خوست د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل حيدر وايي، دغه چاودنه نن (د لړم ٢٩مه) له غرمې مخکې شاوخوا يوولس نيمې بجې د خوست ښار په مجاهد څلورلاره کې د ترافيکو د مدير څارمن رحيم الله عالم يار پر موټر وشوه.
هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې د ترافيکو د جواز سير امر وژل شوی او د ترافيکو د عمومي مدير په ګډون درې نور کسان ټپيان دي.
د خوست د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې دوی ته د پېښې له ځايه يو جسد او څلور ټپيان ور وړل شوي چې په ټپيانو کې درې پوليس هم شامل دي.
تر دې دمه د پېښې مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن