ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د میرزاخان روښاني د څلورسوم تلین په مناسبت علمي- څېړنیز سیمینار ترسره شو

د میرزاخان روښاني د څلورسوم تلین په مناسبت علمي- څېړنیز سیمینار ترسره شو

author avatar
20 Nov 2019 - 17:13
د میرزاخان روښاني د څلورسوم تلین په مناسبت علمي- څېړنیز سیمینار ترسره شو
author avatar
20 Nov 2019 - 17:13

کابل (پژواک، ٢٩ لړم ٩٨): د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو نړیوال مرکز له خوا د میرزاخان روښاني د څلورسوم تلین (١٠٤٠- ١٤٤٠هجري قمري) په مناسبت علمي- څېړنیز سیمینار نن په علومو اکاډمي کې ترسره شو.

په دغه سيمينار کې د علومو اکاډمي پر علمي غړو سربېره د يو شمېر دولتي پوهنتونونو استادانو او له پښتونخوا څخه راغلو پوهانو  برخه اخيستې وه.

ميرزا خان روښاني (انصاري) د روښاني كورنۍ تكړه غړى او شاعر دى. دى د پير روښان لمسی او د نورالدين زوى دى.

د ولسمشر محمد شرف غني پيغام چې په اړه يې ولوستل شو، راغلي و، ميرزاخان انصاري د روښاني غورځنګ يو پياوړی شاعر او مهم ادبي شخصيت و چې علمي، ادبي او ملي شخصيت يې بېلا بېل ابعاد لري.که څه هم د روښانیانو، روښاني نهضت او د روښان د فکري او عرفاني لارې په باب په وروستیو دوو پېړیو کې د پوهانو له خوا پراخې څېړنې شوې دي، مګر د روښان او روښانیانو د فرهنګي، ټولنیز او عرفاني لید د واقعي څېرې ښوول د ډېرو نورو مدارکو لټون او نویو علمي کارونو ته اړتیا لري.

د ده په وينا، د افغانستان د علومو اکاډمي له خوا د ميرزاخان انصاري د څلورسوم تلين په مناسبت سيمينار، پوهانو ته يوه ښه زمينه برابره کړې ده چې د روښانيانو او روښاني نهضت د لارويانو په باب نوې او مستندې څېړنې وکړي او له نويو زاويو د روښاني دورې آثار وڅېړي چې د دوی څېړنې به د پخوانيو څېړنو بشپړوونکې وي.

د علومو اکاډمي سرپرست رييس څېړنوال دوکتور عبدالظاهر شکېب پرانيستونکې وينا وکړه او ويې ويل: (میرزا خان انصاري د پیاوړي علمي روحاني شخصیت ترڅنګ ښه عارف او متصوف شاعر هم  و، د ده په باب د اشعارو د راپاتې دېوان (چې په افغانستان او پښتونخوا کې څو ځله چاپ شوی) پر مطالعې سربېره د شاعر د خپلو هممهالو پیاوړو روښاني  شاعرانو (مخلص، دولت لواڼی، واصل او ...) او همدارنګه را وروسته کلاسیکو نوماندو شاعرانو، لکه خوشحال بابا، رحمان بابا، هجري، کاظم خان شيدا او نورو له منظونو ستاینو، یادونو او شاعرانه قضاوتونو څخه جوتیږي چې نوموړی د پښتو ادب د کلاسیکې دورې، په ځانګړې توګه د روښاني ادبي- عرفاني تصوفي مکتب پیاوړی استازی، علمي، ادبي، فرهنګي شخصیت دی. د اشعارو منځپانګه یې په واقعیت کې د حضرت روښان پیر د فکري او عقیدتي، تصوفي ــ عرفاني لارې اړوند مسایل دي چې دوی د شعر په خوږه او رنګینه ژبه بیان کړي دي.)

ده زياته کړه، د افغانستان د علومو اکاډمي ویاړي چې نن د روښاني ادبي مکتب د دغه پیاوړي عارف او متصوف شاعر د څلورسوم تلین په مناسبت د یوه علمي ـ څېړنیز سیمینار کوربه دی او تاسې درانه پوهان، څېړونکي او لیکوال مو رابللي یاست.

شکيب وايي: ((موږ په دې باور یو چې دې علمي- څېړنیز سیمینار ته لیکل شوې مقالې او ویناوې به د روښاني ادبي، عرفاني، تصوفي مکتب د دغه پیاوړي شاعر د ژوند او افکارو په باب ډېر تیاره ګوټونه روښانه او د سیمینار د مقالو ټولګه به د ادب زده کړیالانو، استادانو، څېړونکو، د عرفاني ـ تصوفي ادبیاتو د مطالعې عامو مینه والو ته یوه ګټوره علمي ـ ادبي معلوماتي سرچینه شي.))

په دې ناسته کې د دوو علمي ناستو په ترڅ کې د ميرزا خان روښاني د ژوند، آثارو او افکارو په اړه د پوهانو او څېړونکو له خوا مقالې ولوستل شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.