کابل (پژواک، ٢٩ لړم ٩٨): د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ وايي چې راتلونکې مياشت د دغه سازمان په سرمشريزه غونډه کې د افغانستان وروستي حالات او د غوڅ ملاتړ ماموريت ارزول کېږي.
د ناټو سرمنشي دغه څرګندونې د دغه سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو له غونډې مخکې د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
د ناټو سازمان د ٢٩ غړو هېوادونو د بهرنيانو چارو وزيرانو يوه ورځنۍ غونډه نن په بروکسل کې ترسره کېږي.
سـټولټنبرګ وويل چې په دې غونډه کې به د راتلونکې مياشتې د ناټو سرمشريزې غوندې پر چمتووالي او اجنډا باندې خبرې کوي.
ټاکل شوې ده چې د ناټو سازمان سرمشريزه غونډه د راتلونکې ډسمبر مياشتې په لومړۍ اوونۍ کې په لندن کې ترسره شي.
د ناټو سرمنشي وويل چې د سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ پر يو شمېر مسايلو لکه د ايران اټومي پروګرام، سوداګرۍ او اقليم باندې اختلافات شته، خو دا نوي نه دي، له پخوا شتون لري.
د هغه په وينا، له دغو اختلافاتو سره سره دغه سازمان په تېرو څو لسيزو کې ډېر پرمختګونه کړي، لاسته راوړنې لري او د شاوخوا يو ميليارد خلکو امنيت يې تامين کړى دى.
سټولټنبرګ وويل چې د راتلونکې مياشتې په سرمشريزه کې د يادو موضوعاتو ترڅنګ د ترهګرۍ پر وړاندې روانه مبارزه او په افغانستان او عراق کې د ناټو ماموريت هم ارزول کېږي.
ده زياته کړه: ((په افغانستان کې موږ د خپل تاريخ تر ټولو ستر ماموريت پر مخ وړو، دا ماموريت د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کوي او دا ډاډه کوي چې افغانستان بيا د نړيوالو ترهګرو پر مرکز بدل نه شي.))
هغه زياته کړه، ناټو د هغه نړيوال ايتلاف ملګرې وه چې د داعش ډلې د له منځه وړو لپاره جوړ شوى و.
نوموړي وويل، ناټو او متحدين يې داعش ته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان خپل خوندي مرکزونه جوړ کړي.
د يادونې ده، ولسمشر اشرف غني پرون ننګرهار ته د سفر پر مهال په دغه ولايت کې د داعش د له منځه وړو اعلان وکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن